د لاس رسي وړ اتصالات

د پخواني طالب لور جوزجان کې د پولیسو امره ټاکل شوې


د سمت امریت نظامي رتبه ده او د امنیتي حوزې معادل ده.
د سمت امریت نظامي رتبه ده او د امنیتي حوزې معادل ده.

نجیبه نور دلاوري په جوزجان ولایت کې لومړۍ پولیسه ده چې په یوې امنیتي حوزې کې امره ټاکل کیږي.

میرمن دلاوري د سمت امره ټاکل شوې چې نظامي رتبه او د امنیتي حوزې معادل ده.

نجیبه د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ کې زېږېدلې. شپږ کاله مخکې کله چې پلار یې د طالبانو په لیکو کې جنګېده، د دغې ډلې د واک لاندې سیمې نه د جوزجان مرکز ته د کورنۍ سره وتښتېده او پلار یې افغان امنیتي ځواکونو سره یو ځای شو.

هغې امریکا غږ ته وویل: "پولیسو کې کار کولو ته لېواله وم. هیله مې درلوده چې همدغه بنسټ کې خدمت وکړم او له دې لارې له خلکو سره په اړیکه کې اوسم."

کله چې نجیبې د پولیسو لیکو کې کار پیل کړ، کوښښ یې وکړ چې خپل پلار د طالبانو له لیکو راوباسي او په دې کار بریالۍ هم شوه.

هغه وايي: "که اړتیا پېښه شي د دې ښار په هرې سیمې کې دندې اجرا کولو ته چمتو یمه."

نجیبې دغه بست کې د کارکولو نه مخکې په نورو حکومتي بستونو کې کار کړی دی.

د جوزجان د پولیسو امریت د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال نږدې ۱۰۰ ښځې د دغه ولایت د پولیسو په لیکو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG