د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو لیکو کې د کم عمره کسانو ګمارنې مخه نیول شوې ـ کورنیو چارو وزارت


د کورنیو چارو وزارت په نننۍ اعلامیې کې ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو په هدف هڅې به روانې وساتي.
د کورنیو چارو وزارت په نننۍ اعلامیې کې ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو په هدف هڅې به روانې وساتي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو په لیکو کې تر ۱۸ کلنۍ تر عمره پولیسو د ګمارنۍ د مخنیوي په اړه یې جدي هڅې پيل کړي دي.

د اپه داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه پخپل د ۲۰۲۰ کال په راپور کې ویلي و چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم عمره ماشومانو څخه د «بچه بازۍ» لپاره کار اخیستل کیږي.

د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبه جون ۲۸ (چنګاښ۸) اتمه په یوې اعلامیې کې ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور یې لوستی او زیاتوي چې د یاد کار د مخنیوي په هدف یې خپلې پخوانۍ هڅې څو برابره زیاتې کړي دي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "کورنیو چارو وزارت کې د پولیسو د هویت او مشخصاتو د ثبت لپاره د "اپس" سیستم رامنځته شوی چې پر اساس یې د پولیسو په لیکو کې له ۱۸ کلنو د کم عمره کسانو د جلب او جذب مخه په کلکه نیول شوې او تر دې مهاله ۸۰ سلنه ملي پولیس په یاد سیستم کې ثبت شوي دي."

یاد وزارت وايي چې د پولیسو په لیکو کې د کم عمره کسانو د ګمارنې د مخنیوي لپاره د کورني امنیت ریاست هم رامنځته شوی چې موخه یې د پولیسو په لیکو کې پر فساد څارنه ده.

د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو په لیکو کې د کم عمره پولیسو له ګمارنې د مخنیوي په پار د کورني امنیت ریاست رامنځته کړی دی. دا ریاست همداشان د پولیسو په لیکو کې د فساد څارنه هم کوي او پدې هکله قانوني اجراات کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انساني قاچاق په اړه پخپل کلني راپور دې موضوع ته اشاره کړې وه.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې یو شمیر بشري او د ماشومانو د ملاتړ بنسټونو هم د افغان پولیسو په لیکو کې د کم عمره کسانو پر موجودیت اندېښنې څرګندې کړې وې.

دوی ویلي و چې په لیري پرتو سیمو کې د پولیسو په لیکو کې تر اتلس کلنۍ کم عمره ماشومان شتون لري او په دې اړه د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

خو د کورنیو چارو وزارت په نننۍ اعلامیې کې ویلي چې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو راوستلو په هدف هڅې به روانې وساتي.

XS
SM
MD
LG