د لاس رسي وړ اتصالات

خوست کې یوه میرمن نجونو ته وړیا زده کړې ورکوي


مدني فعاله او د ښوونیز مرکز مشره سهیلا نوري
مدني فعاله او د ښوونیز مرکز مشره سهیلا نوري

د خوست مدني فعاله او د یوه ښوونیز مرکز مشره سهیلا نوري وايي په خپل شخصي لګښت یې تر سلو ډېرو بې وزلو نجونو ته د وړيا زده کړو زمينه برابره کړې ده.

میرمن نوري وايي ددې کار عمده هدف دادی چې ښځې روښانه راتلونکی ولري:" زما په اند د نجونو لپاره د داسې کورسونو جوړول ډېر ضروري دي څو وکولای شي خپلې زده کړې وکړې. تمه لرو هغوی له دغه کورس نه ښه استفاده وکړي."

میرمن نوري زیاته کړه که نجونې تعلیم وکړي نو کولای شي له خپلو حقونو دفاع وکړي او په راتلونکې کې ځانبسیا شي.

په هغه ښوونیز مرکز کې چې د میرمن نوري له خوا جوړ شوی له کوم امتیاز پرته بیوزلو نجونو ته د ژمې په رخصتیو کې د انګلیسي ژبې تر څنګ د ریاضي او سیاسي مضامینو تدریس کیږي.

بسمینه چې د یاد کورس زده کوونکې ده وايي:" په ډېر ښه ډول زده کړې راکوي، موږ ډېر خوشحاله يو چې د خويندو له خوا درس راکول کيږي. دا د نجونو لپاره ډېر ښه چانس دی."

که څه هم په ځينو مواردو کې يو شمېر کلتوري مسائل د نجونو د زده کړو خنډ ګرځيدلي، خو په مجموعي توګه د خوست په مرکز او ولسواليو کې د نجونو له زده کړو سره د خلکو علاقه په بې ساري ډول زياته شوې ده.

وړیا زده کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

XS
SM
MD
LG