د افغانستان د امریکایي پوهنتون استاد تیموتي ویکس، چې د طالبانو سره د درې نیم کاله بند وروسته اوس خپل هیواد استرالیا ته تللی، وایي له طالبانو سره هیڅ ډول دښمني نلري.
ښاغلی ویکس، په ٢٠١٦ کال کې د افغانستان په امریکایي پوهنتون کې د استاد په توگه د دندې له پیل نه دې اونۍ وروسته ددې پوهنتون د یو بل استاد کیون کینگ سره یوځای په کابل کې یرغمل شول او تر یوې میاشتې مخکې پورې د طالبانو سره بندیان وو.
هغه د طلوع تلویزیون سره په مرکه کې د طالبانو سره د بند د وخت کیسې وکړې او وویل: "کیوین او زه په یو زنځیر تړل شوي وو. زمونږ پښې او لاسونه په زنځیرونو تړل شوي وو."
ښاغلي ویکس ویلي چې ځانگړي امریکایي ځواکونه شپږ ځلې د هغو ځایونو تر دروازو راورسیدل چې دوی په کې بندیان وو، خو د هغوی په وینا طالبانو وکړای شول دوی په پټو لارو نورو ځایونو ته انتقال کړي.
د امریکایي پوهنتون دغه استاد ویلي چې د زندان ساتونکو د یرغملو سره په محلي ژبه خبرې کولې، خو د خوشې کیدو په وخت یې لیدلي چې د ټولو ساتونکو ښه انگلیسي ژبه زده وه، دې کار هغه حیران کړی و.
هغه ویلي دي چې ساتونکو یې د خوشې کیدو پر وخت هغه ته ویلي دي چې په افغانستان کې د سولې له ټینگیدو وروسته هغه ته بلنه ورکوي چې دې هیواد ته بیا راشي.
تیموتي ویکس او کیوین کینگ بالاخره د روان لمریز کال د لړم د میاشتې په ٢٨ د طالبانو د دریو لوړپوړو غړو انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید – سره تبادله شول.