د لاس رسي وړ اتصالات

غني، له امریکايي چارواکو سره د طالب بندیانو پر خوشي کولو خبرې کړي


ولسمشر غني، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار سره د طالبانو د درې زندانیانو د خوشي کولو پر راتلونکو پړاونو د غور په اړه ټلیفوني خبرې کړي دي.

ارګ د سې شنبې په ورځ د نومبر پر ۱۹مه«لړم۲۸مه» ویلي، چې د ولسمشر غني، مایک پمپیو او رابرټ اوبراین تر منځ جلا جلا دغه ټلیفوني خبرې تېره شپه تر سره شوي دي.

بیان وايي، چې امریکايي چارواکو د انس حقاني، او دوو نورو طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه د ولسمشر غني له پرېکړې څخه ملاتړ وکړ.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي:"امریکايي چارواکو د ولسمشر غني له پرېکړې څخه د ملاتړ ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د افغانستان له حکومت سره یو ځای کار کوي، که چیري طالبان له خپلې ژمنې څخه تېر شي، ځواب به ورکوي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نومبر پر ۱۲مه په مشروط ډول له بګرام زندان څخه د یادو درې طالب بندیانو د خوشي کولو اعلان وکړ.

په پام کې وه، چې دغه درې طالب زندانیان تېره اونۍ خوشي شوي وای، خو وروسته افغان حکومت د طالبانو لخوا د «شرایطو نه مراعتولو» له امله د یادې تبادلې د ځنډېدو خبر ورکړ.

دواړو لورو له طالبانو سره یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو او د «بین الافغاني» خبرو پيلولو لپاره د شرط په توګه پر اوربند او د تاوتریخوالي پر کمولو موافقه کړې ده.

افغان او مریکايي چارواکي دا خبرې پر داسې مهال کړي، چې د سرچینو په وینا د انس حقاني په ګډون دوه نور طالب بندیان تېره ورځ له بګرام زندان څخه خوشي شوي دي.

طالبانو ته نژدې دوو سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې درې واړه بندیان تېره شپه قطر ته رسېدلي دي.

خو افغان حکومت، امریکا او طالبانو لا تر دا مهاله د دغه زندانیانو خوشي کېدل نه دي تائید کړي.

XS
SM
MD
LG