د لاس رسي وړ اتصالات

مرتضی بهبودي د طالبانو له زندان څخه خوشې شو


مرتضی بهبودي تېرکال په کابل کې نیول شوی و.
مرتضی بهبودي تېرکال په کابل کې نیول شوی و.

د بې پولې خبریالانو سازمان نن چهارشنبه اکتوبر ۱۸ (تلې۲۶) وویل چې طالبانو افغان-فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي پرېښی دی.

دا سازمان وايي چې دغه خبریال ۲۸۴ ورځې د طالبانو په بند کې و.

تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د دغه خبریال خپلوانو دا خبر تائید کړی دی.

مرتضی بهبودي تېر کال د جدي په ۱۵ نېټه په کابل کې ونیول شو. هغه د راپورونو جوړولو لپاره تللی و خو ۴۸ ساعتونه وروسته، چې غوښتل یې د طالبانو له حکومت څخه د خپل کار جواز ترلاسه کړي، ونیول شو.

د بې پولې خبریالانو سازمان ویلي چې مرتضی په کابل کې په یوې محکمې کې «د جاسوسۍ او په غیر قانوني ډول د بهرنیانو د حمایت» له تورونو څخه پاک اعلان شوی دی.

دغه سازمان وايي چې بهبودي به د همدې اونۍ په پای کې فرانسې ته ورسېږي.

د روان کال د جولاۍ په میاشت کې د طالبانو یو ویاند د فرانسې تلویزون ته ویلي وو چې بهبودي یې «د مخالفانو سره د مستقیم تماس» له کبله نیول شوی، نه په دې خاطر چې خبریال دی.

د بې پولې خبریالانو سازمان تر دې مخکې د بهبودي په ګډون د ټولو هغو خبریالانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه چې له طالبانو سره بندیان دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې واک ته له رسېدو راهېسې د یو شمېر خبریالان او د مدني تولنې فعالان نیولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG