د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي لوګر کې خبریال طالبانو وژلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې سیمه‌ییز خبریال حفیظ‌ الله حقپرست تېره ورځ د لوګر ولایت په کلنګار ولسوالۍ کې ووژل شو.

د دغه وزارت ویاند طارق ارین د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) خبریالانو ته وویل لومړنۍ څېړنې ښيي چې حقپرست د طالبانو له خوا وژل شوی دی.

ښاغلي ارین وویل: "هغه د کلنګار ولسوالۍ په عرب‌شاه کلي کې چې په کې طالبان زیات حضور لري په شهادت رسول شوی. لومړنۍ څېړنې ښيي چې دغه خبریال د طالبانو له خوا په نښه شوی دی".

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې یې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو په وژنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وايي چې حفیظ الله حقپرست د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د یوې نښتې په مهال وژل شوی دی.

دغه کمېټه وايي چې ښاغلی حقپرست پر خپله ځمکه په کار بوخت و چې د دواړو لورو ترمنځ جګړه پیل او دی په کې ووژل شو.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د افغانستان له حکومت څخه غوښتي چې د پیښې د حقایقو د روښانه کولو لپاره تحقیقات وکړي.

دغې کمېټې ټینګار کړی چې خبریالان او د رسنیو کارکونکي ملکي هدفونه دي او باید په نښه نه شي "دواړه خواوې باید تر اخري حده کوښښ وکړي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسوي".

د بې‌پولې راپور ورکوونکو سازمان (ار اس اف) د معلوماتو په اساس په تېر یو کال کې ۱۱ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په افغانستان کې وژل شوي دي.

دغه سازمان د جرمونو له نړیوالې محکمې (هاګ) څخه غوښتي چې په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې قضیې وڅیړي.

XS
SM
MD
LG