د لاس رسي وړ اتصالات

د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار


په اعلامیه کې د هغه کسانو د محاکمې غوښتنه شوې چې د رسنیو دکار کوونکو په وړاندې تاوتریخوالی تر سره کوي.
په اعلامیه کې د هغه کسانو د محاکمې غوښتنه شوې چې د رسنیو دکار کوونکو په وړاندې تاوتریخوالی تر سره کوي.

په افغانستان کې د ۱۳بېلابېلو هیوادونو ګډ ماموریت د رسنیو د ملاتړ په هدف د افغان خبریالانو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د استرالیا، کاناډا، ډنمارک، اروپايي ټولنې،فنلنډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، هالنډ،ناروې، سویډن، یوناما، امریکا او برتانیا ماموریت نن دوشنبه مۍ درېیمه (غوايي۱۳) د رسنیو د ازادۍ نړیوالې ورځ په مناسبت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې باید د افغان خبریالانو او رسنیو ساتنه وشي.

یادو هېوادونو رسنۍ په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو لویه لاسته راوړنه بللې. په اعلامیه کې د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه شوې چې د رسنیو له کارکوونکو سره زور زیاتی کوي.

په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو دغه ګډ ماموریت ویلي چې خبریالانې او نور مسلکي خبریالان هم له ګواښ سره مخامخ دي.

اعلامیه کې راغلي: "د افغانستان ازادې او خپلواکې رسنۍ په ستونزمنه توګه منځ ته راغلي. ګڼ شمېر افغانانو خپل وخت، انرژي، پیسې او یو شمېر نورو د خپل ځان قرباني ورکړې تر څو دغه اړین عامه خدمت رامنځ ته شي. مونږ ژمنه کوو چې په دوامداره توګه به د ازادو او خپلواکه افغان رسنیو ملاتړ وکړو."

په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ لپاره د خبریالانو پر ساتنې پر داسې مهال ټینګار کیږي چې د ۲۰۲۱ کال د پيل څخه بیا تر دا مهاله په افغانسان کې څلور خبریالان وژل شوي چې درې تنه یې ښځې دي.

روانه میاشت د بې‌ پولې راپور ورکوونکو سازمان له نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه له امریکا، جرمني او فرانسې څخه وغوښتل چې "په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د جنایتونو" په اړه د نړیوالو بنسټونو له څیړنو ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG