د لاس رسي وړ اتصالات

د ښوونځي ملازم په خپل شخصي لګښت درسي ټولګي اباد کړل


د معارف وزارت وايي سخي داد د ښوونځي په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی
د معارف وزارت وايي سخي داد د ښوونځي په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د بدخشان د کشم ولسوالۍ د قره بلاق کلي د ابتدايي ښوونځي ملازم سخي داد په خپل شخصي لګښت زده کوونکو ته درسي ټولګي جوړ کړي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلامیه وایي چې سخي داد د دغه ابتدايي ښوونځي د دریو ټولګیو د خونو په ابادولو کې ۱۵۰زره افغانۍ لګولي دي. وايي دا ټولې پیسې یې له خپل جیب څخه ورکړي دي.

د پوهنې وزارت وایي چې نوموړي د دغه ښوونځي د ساتلو لپاره شپې او ورځې کار کاوه او هڅه یې دا وه چې په ښوونځي کې ټولې ستونزې حل شي.

د افغانستان د معارف وزارت له خلکو غوښتي چې په ښوونځیو کې د شاکردانو د ستونزو د حل لپاره د ښاغلي سخي داد په څېر مرستې وکړي.

XS
SM
MD
LG