د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځوانان د بې وزلو ماشونو د روزنې په هڅه کې


په کابل کې د "عرج" په نوم یو خیریه بنسټ وايي‌ماشومان له بازارونو را ټولوي او بیا ورته وړیا تعلیمي‌ او تربیتي روزنه ورکوي.

د دې خیریه بسټ بله ځانګړنه دا ښودل کیږي چې هغه ماشومان چې تعلیم ته کېنوي، کورنیو سره یې د خوراکي توکو، ځينې اولیه توکو او یو اندازه پیسو مرسته کوي.

د عرج بنسټ مسوول نذیر داوي امریکا غږ ته وویل "د ماشوم کورنۍ نه پوښتنه کوو چې په ورځ کې د څو افغانیو ګټونکی دی، بیا په هره میاشت کې د هغه ګټې معادل د ماشوم کورنۍ ته ورکوو چې هم د هغوی نفقه پرې برابره شي او هم ماشوم بیاځلي کار کولو ته اړه نکړي. له دې سره کونیو سره د خوراکي او ځينې اولیه توکو مرسته هم کوو."

اوس مهال ۱۵ ماشومانو د دې بنسټ په مرسته کار پرېښی او د تعلیم له نعمته برخمن شوي.

ښاغلی داوي وايي د خپل کار پیل لپاره یې خلکو ته د مرستې غږ کړی "په ټولنې کې مو د خلکو او ملګرو د مرستې غوښتنه کړې. هیله مند یو چې هر ورور او خور په دې برخې کې خپل مسوولیت ادا کړي."

هغه وايي د دې کار لویه موخه اوږد مهال راتلونکی په نظر کې نیسي "زموږ فعالیت یوازې د ثواب لپاره ندی بلکې په دې کې د افغانستان راتلونکي ته هم تغییر ورکولی شوو."

د دې بنسټ خدماتو کې د سواد آموزۍ (دري، انګرېزي، حساب او قرانکریم) او تربیتي پروګرامونه شامل دي.

د افغان ماشومانو د زده کړې هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

دا بسټ راتلونکې کې غواړي د افغانستان په نورو ولایاتو کې هم څانګې پرانیزي او همدا ډول کارکونکي ماشومانو ته د تعلیم او تربیې زمينه برابره کړي.

په افغانستان کې ګڼ شمېر خیریه بنسټونه د کارکونکو ماشومانو لپاره د تعلیم زمینه برابره کړې خو دا ډول بنسټ چې د هغوی کورنۍ سره مالي او نورې مرستې وکړي لږ ليدل شوي.

د رسمي شمیرو له مخې، په ټول افغانستان کې څه باندې ۳.۷ میلیون ماشومان له تعلیم نه بې برخې دي.

یونیسف په خپل وروستي راپور کې وايي جګړه، فقر، ټولنیز خنډونه او د د ښوونځيو کمښټ د دې ستونزې عاملونه دي.

XS
SM
MD
LG