د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: د سولې عالي شورا د منځګړي رول نشي لوبولی


د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څیړنو مرکز یوه تازه سروې ښيي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا د افغان حکومت او وسله‌والو مخالفینو ترمنځ د یو منځګړي رول نشي لوبولی او پر ځای یې باید یو بې‌پرې لوری په دې برخه کې منځګړیتوب وکړي.

دغه سروې، چې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې ترسره شوې، په کې د پوهنتونونو له دوه زره استادانو او د سولې فعالینو سره مخامخ خبرې شوې دي.

د ستراتیژیکو او سیمه‌ییزو څیړنو مرکز رئيس عبدالباقي امین د شنبې په ورځ (دیسمبر ۲) د دغې سروې په اړه یوې غونډې ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل "شپږ اویا فیصده کسان وايي، چې د سولې عالي شورا نشي کولی د یو منځګړي حیثیت یا رول په سوله کې ولوبوي. اته اویا فیصده کسان وايي، چې یو بې‌پرې منځګړي ته اړتیا ده، تر څو هغوی د سولې مذاکرات پر مخ بوځي او یا هم په دې تړاو اغیزمن کار وکړي".

خو د افغانستان د سولې عالي شورا دغه سروې د ټولو افغانانو د نظر څرګندونکې نه ګڼي او وايي، چې دا یوه بشپړه سروې نه ده.

د دغې شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقوند امریکا غږ ته وویل "دغه ترکیب چې د سولې عالي شورا یې لري، یو ملي ترکیب او ملي بنسټ دی، د افغانستان د ټولو خلکو اراده منعکسوي".

په دغې سروې کې ۶۷ فیصده کسانو ویلي، چې افغان حکومت د سولې لپاره ریښتینې اراده نه لري او ۶۵ فیصده نورو ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې لپاره یوه ښه دروازه نشي کیدلی.

دغه راز ۷۳ فیصده کسانو ویلي، چې په افغانستان کې نیابتي جګړه روانه ده او ۸۲ فیصده کسان په دې باور دي، چې دا جګړه ګټونکی نه لري.

په دې سروې کې ۹۰ فیصده کسانو پر بین‌الافغاني مذاکراتو ټینګار کړی او هغه یې د افغانستان د سولې لپاره اساسي اړتیا بللې ده.

XS
SM
MD
LG