د لاس رسي وړ اتصالات

سلګونه افغان مهاجر په یوې بیړۍ کې له ترکیې څخه یونان ته رسېدلي


اکثریت مهاجر د ترکیې له لارې اروپا ته ځي
اکثریت مهاجر د ترکیې له لارې اروپا ته ځي

یوې بیړۍ چې د ترکیې بیرغ پرې رپیده او ۳۸۲ تنه یې انتقالول نن د اکتوبر په ۳۱ (لړم ۹) وروسته له هغې د یونان سواحلو ته ورسیده چې دوه ورځې مخکې یې په اژه بحیره کې د برېښنا سیستم له کاره ولویده.

په بېړۍ کې اکثریت سپاره افغان پناه غوښتونکي دي.

دوې ورځې مخکې په «اژه بحیرې» کې د دغې بېړۍ د برېښنا سیستم پرې شوی و او د خطر اشارې یې ورکړې وې.

د یونان د مهاجرت وزارت وايي چې د هغه هېواد ساحلي ګارد یوې بېړۍ د «مورات ۷۲۹» بېړۍ د «کوز» ساحل ته کشه کړې ده. وايي د کښتۍ شپږ سپاره یې نیولي دي، خو په دې اړه یې نور معلومات ورکړي نه دي.

چارواکي وايي چې په کښتۍ کې نور سپاره یې د «کاس» په ساحل کې د ښه راغلاست ځای ته انتقال کړي او هلته به قرنطین او طي مراحل کیږي.

یونان اروپا ته د مهاجرو لپاره مهمه لار بلل کیږي چې اکثریت یې له ترکیې څخه ورځي. اروپايي ټولنې له ترکیې سره په ۲۰۱۶ کې یو تړون لاسلیک کړ چې اروپا ته د ورتلونکو مهاجرو مخه ونیسي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر اروپايي هېوادونه اندېښنه لري چې بیا د ۲۰۱۵ په څېر د مهاجرو یوه لویه څپه د اروپا په لوري پیل نشي.

هغه کال شاوخوا یو میلیون مهاجر اروپايي هېوادونو ته ولاړل چې اکثریت یې سوریایان وو.

د حکومت د ترکیې له حکومت څخه غوښتي چې دا خرابه شوې کښتۍ دې بېرته ور وبولي. تېره سه شنبه د یوې بلې کښتۍ د ډوبېدو له کبله څلور تنه په اوبو کې ډوب شول چې درې یې ماشومان وو.

XS
SM
MD
LG