د لاس رسي وړ اتصالات

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د طالبانو د عامي‌ روغتیا سرپرست وزیر سره کتلي


د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس ادهانم ګیبریسس
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټدروس ادهانم ګیبریسس

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر د چهار شنبې په ورځ فبروري نهمه (سلواغې ۲۰) وویل چې د طالبانو د عامي روغتیا له سرپرست وزیر سره یې په افغانستان کې د ناوړه روغتیایي او بشري وضعیت په اړه خبري اتري کړي دي.

د WHO مشر تدروس آدهانوم ګیبریسس څرګنده کړه چې هغه د سه شنبې په ورځ د طالبانو د عامي روغتیا له سرپرست وزیر قلندر عباد سره کتلي دي.

عباد د طالبانو د هئیت یو غړی دی چې اوسمهال د یو شمیر غیر دولتي بنسټونو سره د بشري مرستو او بشري حقونو په اړه د بحث لپاره سویس ته تللی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمایي کې یوځل بیا پر افغانستان واکمن شول او متحدو ایالتونو په هغه هیواد کې خپل ۲۰ کلن حضور پای ته ورساوه.

له هغه راوروسته، افغانستان د بشري مرستو د بندیدو له امله د اقتصادي مشکلاتو او وزګارۍ د زیاتوالي سره مخ شوی دی.

تډروس وویل هغه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې هم د طالبانو د عامي روغتیا له سرپرست وزیر عباد سره کتلي وو.

تډروس وویل: "د هغه وخت راوروسته د یو شمیر پرمختګونو سره سره، په افغانستان کې صحي وضعیت تر اوسه هم ناوړه دی او بشري وضعیت لا هم د خلکو ژوند له خطر سره مخ کوي."

د نړۍ د ستر روغتیایي سازمان مشر وویل، هغه د طالبانو له دغه چارواکي سره د افغانستان د روغتیایي ضرورتونو، د سیستم د تقویه کیدو، بیړني حالت د چمتوالي، د روغتیایي ځواک د روزنې چې میرمنې پکې مرکزي رول لري، خبري اتري کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: "په افغانستان کې ډیره اړتیا د کویډ۱۹ په ځانګړي ډول اومیکرون د تشخیص لپاره د تشخصیه وسایلو برابرول دي، ځکه د مواردو شمیر مخ په زیاتیدو دی."

تډروس وویل چې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د کویډ۱۹ سره د مبارزې او همدارنګه د ګزڼ او شري د واکسیناسیون د کمپاینونو ملاتړ کوي.

ښاغلي ګیبریوسس همدارنګه وویل چې له عباد سره یې د ملاقات پرمهال د لوړو زده کړو په ګډون په ټولو سطحو کې د نجونو د زده کړو په اړه خبري اتري کړي دي.

د بشري مرستو کنفرانس

د‌ طالبانو د سرپرست حکومت یو پلاوي د سویس "The Geneva Call" بنسټ په بلنه هغه هیواد ته تللی دی، یاد بنست د جګړو پرمهال د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره کار کوي.

دغه بنسټ له دوشنبې تر جمعې ورځې پورې د تړلو ورونو تر شاه د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب کوي او مهم هدف یې هغه هیواد ته له خنډ پرته د بشري مرستو رسول دي.

ټاکل شوېده د طالبانو هیئت د سویس او نورو اروپايي چارواکو او همدارنګه د سره صلیب له مسولینو سره وګوروي خو د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې ژنیف ته د طالبانو د هیئت ورتګ د طالبانو د حکومت د رسمي پيژندلو په مانا ندی.

XS
SM
MD
LG