د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د ماشومانو یو روغتون د پرسونل او امکاناتو له کموالي سرټکوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان په مرکز کابل کې د «اندرا ګاندهي» د ماشومانو د روغتون حالت ښايي د ټول هېواد د روغتیايي وضعیت ښکارندوی او ژوندی تصویر وي.

په دغه روغتون کې د رنځورو ماشومانو او د هغوی سره د مل کسانو شمېر تر پخوا څو برابره زیات شوی او ډاکټران او نرسان له مجبوریته څو ماشومان په یو چپرکټ او یو ماشین کې ځاي په ځای کوي چې درملنه یې وکړي.

په دغه روغتون کې ځکه ګڼه ګوڼه زیاته ده چې د افغانستان په نورو ولایتونو کې روغتونونه او روغتیايي مرکزونه ډېر پرسونل او امکانات نلري.

د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د لسګونه زره نورو افغانانو په څېر، د اندراګاندهي روغتون یو شمېر ډاکټران او کارکوونکي هم له افغانستان څخه ووتل.

د پرسونل کموالی

د اندراګاندهي روغتون ډاکټران وايي چې کم پرسونل او امکانات لري او همدغه راز څو میاشتې کیږي چې معاشونه یې هم ورکړل شوي نه دي.

د دغه روغتون یوې نرسې مروه وویل: « له حکومت څخه زموږ لومړۍ غوښتنه دا ده چې هغوی باید زموږ پرسونل زیات کړي. د نظام د بدلون له کبله زموږ ډېرو کاروکوونکو هېواد پرېښود.»

مخکې به په دغه روغتون کې یوې نرسې د دوو دریو رنځورو ماشومانو مراقبت کاوه، خو اس هرې نرسې ته د ۲۰ماشومانو مراقبت ور ترغاړې دی. مروه وویل: «په موږ باندې کار بیخي زیات دی.»

د ملګرو ملتونو ځینې ادارو له دغه روغتون سره مرسته کړې ده، خو د ناروغانو شمېر ته په کتو کافي نه بلل کیږي او دا روغتون د درملو له کموالي سره هم مخامخ دی.

د اندرا ګاندهي د روغتون مشر ډاکټر لطیف بهیر وايي: « نړیوالو سازمانونو د ډېرو مرستو ژمنې کړې دي او موږ هیله لرو چې هغوی خپلې ژمنې پوره کړي.»

د دغه روغتون یو ډاکټر صفی الله اباسین رویټرز اژانس ته وویل: «موږ په خپلو کې یو بل ته دا خبره کوو چې باید کار وکړو. که یې ونکړو، دا ستونزې به نورې هم زیاتې شي چې موږ، زموږ ټولنې او هېواد ته به لوی زیان وي.»

اقتصادي بحران

په دې وروستیو د افغانستان په روغتونونو کې د زخمیانو او مړو شمېر کم شوی دی، ځکه چې اوس هلته جګړه نشته، مګر اقتصادي ستونزو او بحران د میلیونونو افغانانو ژوند ګواښي.

ملګري ملتونه وايي تېره میاشت د افغانستان ۹۵ سلنه خلکو دوامداره او کافي خواړه نلرل. د روغتیا د نړیوال سازمان مشر خبرداری ورکړ که نړیواله ټولنه مرسته وکړي، د افغانستان صحي سیستم به هم سقوط شي.

نړیوال بانک د «صحتمندي» په نامه د ۶۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو روغتیايي پروګرام مخې ته وړه او په افغانستان کې یې روغتیايي امکانات، وسائیل او درمل برابرول. دا پروګرام هم تړل شوی چې له کبله یې ډېر صحي مشکلات پیدا شوي.

د اندرا ګاندهي روغتون په ۱۹۸۵ کې جوړ شوی دی او د هند په مالي مرستو چلېده. دا روغتون ۳۶۰ بسترونه لري خو اوس مسئولین وایي چې شاوخوا ۴۵۰ او یا تر هغه زیات ناروغ ماشومان په کې بستر دي.

دغه روغتون د ارزو په نوم یوې مور خپل ماشوم ته د درملنې لپاره راوستی و.

هغې وویل: «موږ په کور کې د اوبو یو ټانک «ذخیره» لره، هغه مو خرڅ کړه چې د ماشوم د درملنې پېسې پیدا شي. د ماشومانو پلار ماته سهار وویل چې په کور کې پاتې نور ماشومان خواړه نلري. ما لږې پېسې هغوې ته واستولې.»

XS
SM
MD
LG