د لاس رسي وړ اتصالات

افغان روحاني ظریف چشتي په هند کې وژل شوی 


ظریف چشتي
ظریف چشتي

د هند د مهاراشترا ایالت د نیشیک ناحیې د یولا په سیمه کې امنیتي چارواکي وايي چې د ظریف جشتي په نوم یو افغان روحاني په ډزو وژل شوی دی.

هندي مقامات وايي چې هغه د سه شنبې په ورځ جولاۍ پنځمه (چنګاښ ۱۴) وژل شوی او پنځه تنه یې د قتل په شک نیول شوي دي.

د نیشیک یو امنیتي مسئول سچین پټېل هندي رسنیو ته ویلي دي: "یو کس مو نیولی دی او تحقیقات مو ترې کړي دي. لومړنۍ ارزونې دا دي چې د هغه د قتل انګیزه مالي او د جایداد مسئله وه. خو موږ به ټول اړخونه څېړو".

د «انډیا اکسپرس» ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د هغه د قتل په شک نیول شویو کسانو لومړی چیشتي په موټر کې د دعا مراسمو ته بیولی او بیا یې د بېرته راتګ په وخت کې په خپل موټر کې په ډزو وژلی او تښتېدلي دي.

دغې ورځپاڼې ویلي دي چې ظریف چشتي څلور کاله مخکې د طالبانو له ویرې له افغانستان څخه هند ته مهاجر شوی و. د هند پولیس وايي چې د هغه د عوایدو اصلي سرچېنه د هغه د یوټیوب چاینل و چې خپلې ویدیوګانې به یې ترې خپرولې.

د «انډیا اکسپرس» ورځپاڼې د هندي مقاماتو له خولې لیکلي دي چې د ښاغلي چشتي سرمایه نژدې ۳۰ میلیون هندي روپیو ته رسېږي.

خواجه ظریف په ټولنیزو رسنیو کې هم مشهور شوی و او یو شمېر افغان پلویان یې هم پیدا کړي وو. هغه به په ټولنیزو شبکو کې له خپلو «مریدانو» سره د خپلو ملاقاتونو او مراسمو ویډیوګانې خپرولې. هغه ادعا کوله چې د چشتي طریقې پير او لارښود دی او شجره یې د اسلام د پیغمبر لمسیانو ته رسېږي.

د هند د اساسي قانون په اساس، مهاجر نشي کولای په دغه هېواد کې په خپل نوم جایداد واخلي، له همدې کبله ګمان کېږي چې د ښاغلي چشتي په قتل کې هغه کسان لاس لري چې جایدادونه یې د هغوی په نومونو ثبت دي او چشتي ورسره پېژندل.

د هند پولیس وايي چې خواجه ظریف چشتي یوازې د یولا په سیمه کې ۱۵ جریمه ځمکه اخیستې وه. پولیس وايي، يوې افغانې هم ادعا کړې ده چې د چشتي مېرمن ده، خو نکاح نامه یې تر دې دمه نه ده ښودلې.

XS
SM
MD
LG