د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا کې ځانمرګي برید څلور کسان ووژل


پولیسو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۸ (مرغومي ۲۸) وویل چې د سومالیا په پلازمینه موګادیشو کې په یوه ځانمرګي برید کې شاوخوا څلور کسان ووژل شول او څه باندې ۱۰ نور ټپیان شول.

د هغه هیواد د پولیسو په وینا، دا ځانمرګی برید د موګادیشو د واداجیر په ولسوالۍ کې د پوځي زده کړو د یوه مرکز له محوطې بهر په یوه چای خانه کې هغه مهال وشو چې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو خپل ډک واسکټ وچاوداوه.

د پولیسو په وینا، بریدګر چای خانې ته ننوت او داسې یې ښکاره کړه چې مشتري دی خو لږ وروسته یې چاودیدونکي توکي وچول.

د پولیسو ویاند عبدي فتاح ویلي دي چې ځانمرګي بریدګر له قصده د چای خانې پر مشتریانو برید کړی چې له امله یې څلور مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د الشباب تندلاره ډله چې له القاعده شبکې سره اړیکي لري او د سومالیا پر یو شمیر سیمو واکمنه ده ، د سه شنبې په ورځ په فوري ډول ددغه مرګوني برید مسولیت واخیست.

دا تندلاره ډله د سومالیا د مرکز موګادیشو په ګڼ شمیر سیمو کې د اکثریت بمي پیښو مسولیت پر غاړه اخلي.

دا چاودنه په یوې چای خانه کې چې له آهن چادر څخه جوړه شوې رامنځ ته شوې او پراخ تاوانونه یې هم اړولي دي.

پولیسو ویلي له لومړۍ پیښې دوه ساعته وروسته په همدې ولسوالۍ کې یو بل انفجار هم شوی دی. دویمه چاودنه د چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله وه چې د یوه خصوصي شرکت په موټر کې ایښودل شوی وو، خو دې پیښې تلفات نه درلودل.

له دې دوه ورځې مخکې د هغه هیواد د حکومت ویاند ابراهیم معلیمو وروسته له هغه سخت ټپي شو چې یوه ځانمرګي بریدګر د هغه پر موټر برید وکړ.

په دې چاودنه کې د ښاغلي معلیمو لاسونه او پښې په جدي ډول ټپي شول او له چاودنې وروسته د ډیرې درملنې لپاره په الوتکه کې ترکیې ته ولیږدول شو.

د سه شنبې د ورځې چاودنې په داسې حال کې وشوې چې سومالیا له یوه نامعلوم سیاسي او امنیتي حالت سره مخ دی ځکه په هغه هیواد کې د ټاکنو د ترسره کیدو یو کال کیږي‌، نتایج معلوم ندي او له همدې امله تاوتریخوالي مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG