د لاس رسي وړ اتصالات

د موګادیشو نړیوال هوایي ډګر ته نږدې چاودنه کې اته کسان وژل شوي


روغتیایي مقامات وایي د سومالیا د مرکز موګادیشو ښار نړیوال هوایي ډګر ته نږدې د چهار شنبې په ورځ جنوري ۱۲ (مرغومي ۲۲) د موټر بم په یوې چاودنه کې حد اقل اته کسان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

دغه جزیات په موګادیشو ښار کې د مدینه په نوم د یوه روغتون ډاکټر عبدالقدیر آدم رویټرز خبري آژانس ته ورکړي دي.

عیني شاهدان وایي ظاهرا ددې برید هدف له سیمې څخه د ملګرو ملتونو یو تیریدونکی کاروان وو.

د شاهدانو په وینا، دا چاودنه د موګادیشو د نړیوال هوایي ډګر ته نږدې د تلاشي یوې پوستې ته څیرمه شوېده. خو په سومالیا کې د ملګرو ملتونو ماموریت ویلي دي چې د یاد سازمان پرسونل او قراردادیان په هغه کاروان کې چې پرې برید شوی حضور نه درلود.

د الشباب سخت دریځې ډلې چې له القاعده سره اړیکي لري او د هغه هیواد پر یو شمیر سیمو واکمنه ده، د برید مسولیت پر غاړه اخیستی او ویلی یې دي هدف یې له سیمې څخه تیریدونکي سپین پوستي چارواکي وو.

د الشباب تندلاره ډله د سومالیا د مرکز موګادیشو د اکثریت بریدونو مسولیت پر غاړه اخلي.

د موګادیشو د ښاروال مرستیال علي عبدي وردهیر د پيښې په سیمه کې خبریالانو ته وویل چې د هغه د موټرونو کاروان هم د چاودنې پرمهال له سیمې څخه تیریده خو هغوی ته زیان ندی رسیدلي.

د موګادیشو د ښاروالۍ دې چارواکي ویلي دي چې په دې برید کې لږ تر لږه پنځه سرتیري وژل شوي او پنځه ملکي افراد ټپیان شوي دي.

د سومالیا نړیوال هوایي ډګر پر نورو دیپلوماتیکو دفترونو سربیره، د متحده ایالتونو د سفارت کوربه هم دی.

دا چاودنه په داسې حال کې شویده چې یاد هیواد له بې برخلیک سیاسي او امنیتي حالت سره مخ دی ځکه په هغه هیواد کې تر یو کاله زیات د ټاکنو د ځنډیدو له امله تاوتریخوالي زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG