د لاس رسي وړ اتصالات

سکس بدني او روحي سلامتیا تضمینوي – څیړنه


څیړنو ښودلې ده چې د جنسي اړیکو درلودل روحي فشار او استرس کموي، د وینې فشار او د زړه ضربان منظم کوي او د بدن د خوندیتوب سیستم په قوي کولو سره د مکروبونو په وړاندې د مقابلې لپاره بدن غښتلی کوي.

د NHS ویبپاڼه چې په بریتانیا کې تر ټولو معتبره انټرنیټي پاڼه او ډیر زیات لوستونکي لري د جنسي اړیکو په اړوند د څو څیړنو د موندنو په استناد یې د بدن په سلامتیا باندې د هغې اثر څیړلی دی.

ددغو څیړنو څخه یوه یې د بریتانیا په طبي ژورنال کې خپره شوې او وایي هغوی چې په منظمه توگه جنسي اړیکې لري د هغو کسانو په پرتله چې دا اړیکې یې لږې دي، زیات عمر کوي.

موندنې همداشان ښیي چې سکس د وینې د فشار د ټیټولو او د زړه د حرکتونو د تنظیمولو له لارې کولای شي د زړه د دریدو مخه ونیسي چې دغه موضوع د عمر د اوږدوالي له دلیلونو څخه شمیرل کیږي.

ددغې څیړنې موندنو ښودلې ده چې د جنسي ارتباط پر وخت په دماغ کې کیمیاوي مواد تولیدیږي چې د اعصابو د تسکین او د اندیښنې او استرس د کمیدو سره مرسته کوي. پدغه وخت کې د پرولکتین په نامه یو هورمون په بدن کې رامنځ ته کیږي چې د خوب کیفیت ښه کوي او دغه کار د روحي او رواني سلامتیا سبب کیږي.

هغه څیړنه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پنسلوانیا په ویلکس پوهنتون کې شوې ښیي چې په اونۍ کې یو ځل او یا دوه ځلې سکس په بدن کې د انتي باډي کیفیت لوړوي چې په پای کې د مکروبونو په وړاندې د بدن مقاومت زیاتوي.

جنسي اړیکې په بدن کې د استروجن او تستوستیرون هورمونونو انډول رامنځ ته کوي او له دې لارې تر ډیره د هډوکو د کمزورتیا مخنیوی کوي.

په بریتانیا کې په دغه څیړنه کې ٣۴ زره نارینو او ښځو برخه درلودله. څیړنې ښودلې ده هغوی چې د ژوند په چارو کې زیات مشغول وي جنسي اړیکې یې له پخوا څخه کمې وي.

په ډیجیټل عصر کې ژوند او د ځیرکو وسایلو او ټولنیزو شبکو سره د خلکو زیاته مشغولتیا د جنسي فعالیت د کمیدو یو دلیل گڼل شوی دی.

XS
SM
MD
LG