د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي جنرال: پر طالبانو باور نشي کیدای


د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مکنزي
د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مکنزي

له افغانستان څخه په بشپړ توګه د امریکایي سرتیرو د وتلو په درشل کې د متحده ایالاتو د مرکزي ځواکونو قوماندان جنرال فرانک مکنزي ویلي چې د طالبانو په ډلې باندې باور نشي کیدای.

جنرال مکنزي چې د امریکا د کانګرس د وسله والو ځواکونو کمیټې ته یې خبرې کولې وویل د طالبانو څخه د هغه تجربه ښیي چې ددې ډلې په خبرو باندې باید باور ونه کړو.

هغه وویل: "زه په طالبانو باندې د باورتیا په اړه جدي شکونه لرم...خو باید وګورم چې په عمل کې څه کوي."

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو بهیر ټاکل شوی د مۍ د میاشتې له لومړۍ نیټې څخه پیل او د سپتمبر په ۱۱بشپړ شي.

د شمالي اتلانتیک تړون ناټو اعلان کړی دی چې ددې تړون د غړو هیوادونو سرتیري به هم د سپتمبر تر ۱۱له افغانستان څخه ووځي.

ددغې پریکړې له مخې امریکایي سرتیري له افغانستان څخه د څو میاشتو په ځنډ وځي کوم چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاس لیک شوې موافقه کې ذکر شوي وو. طالبانو خبرداری ورکړی چې د موافقې نه د سرغړونې په صورت کې به په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات کړي.

خو جنرال مکنزي وایي چې طالبان د خپلې راتلونکې لپاره که وي هم باید د تاوتریخوالي او د ترهګرو ډلو له ملاتړ نه لاس واخلي.

جنرال مکنزي وویل: "که (طالبان) غواړي په نړیواله کچه ومنل شي، ناچاره دي چې په خپلو موافقو عمل وکړي."

امریکایي مقاماتو ټینګار کړی چې د افغانستان څخه د سرتیرو ایستل پدې هیواد کې د امریکا د شتون د پای په معنی ندي او په افغانستان کې به د تروریستي ډلو د فعالیتونو څارنې ته دوام ورکړي.

که څه هم چې جنرال مکنزي وویل چې له لرې څخه او په افغانستان کې د پوځي شتون پرته به دغه څارنه ستونزې ولري.

دغه لوړپوړي امریکایي جنرال همداشان د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو په هکله سیمه ییزو غبرګونونو ته په کتلو وویل چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه له نژدې وضعیت څاري.

د هغه په وینا په هغه صورت کې چې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې سوله تامین نشي او دغه هیواد کورنۍ جګړې کې ښکیل شي د افغانستان ګاونډیان به ددې هیواد څخه د مهاجرو د بیا ځلي سیلاب او د هغې څخه د زیږنده اقتصادي او امنیتي فشارونو اندیښنو سره مخ شي.

د افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو سره جوخت طالبانو سره د سولې او د یو انتقالي حکومت د جوړیدو لپاره هڅې هم روانې دي. تمه ده چې په راتلونکو اونیو کې د ترکیې په استانبول کې په همدې اړه یوه مهمه غونډه وشي.

XS
SM
MD
LG