د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له افغانستان څخه د عسکرو د خوندي وتلو لپاره خپلې وړتیاوې زیاتوي


د پنټاګون دغه چارواکي دا ونه ویل چې په افغانستان کې د امریکا د لنډ مهالو وړتیاو په زیاتولو کې څه شامل دي.
د پنټاګون دغه چارواکي دا ونه ویل چې په افغانستان کې د امریکا د لنډ مهالو وړتیاو په زیاتولو کې څه شامل دي.

د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزارت وايي چې له افغانستان څخه به د امریکايي ځواکونو د وتلو په وخت کې په دغو ځواکونو هر ډول تروریستي برید ته به سخت ځواب ورکړل شي.

د دغه وزارت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ ناوخته اپریل ۱۶ (وري ۲۷) خبریالانو ته وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو په تړاو د طالبانو له ګواښونو څخه خبر دي.

ښاغلي کربي زیاته کړه: "موږ د هغوی (طالبانو) د ګواښونو شاهدان یو او دا به بې‌ پروايي وي چې دغه ګواښونه جدي ونه ګڼو. طالبانو به هم بې‌ پروايي کړي وي که د جمهور رئیس جو بایډن او د دفاع وزیر لوید اسټین خبرداری جدي ونه ګڼي، دواړو په څرګند ډول ویلي چې زموږ د نظامیانو او یا متحدینو د وتلو په بهیر باندې هر ډول برید ته به قوي ځواب ورکړل شي."

ښاغلي کربي وویل چې ښايي امریکا په افغانستان کې د لنډمهال لپاره خپلې وړتیاوې زیاتې کړي ترڅو د عسکرو د ایستلو بهیر په خوندي او منظم ډول ترسره شي.

د پنټاګون دغه چارواکي دا ونه ویل چې په افغانستان کې د امریکا د لنډ مهالو وړتیاو په زیاتولو کې څه شامل دي.

خو زیاته یې کړه: "د دفاع وزارت ښايي د لنډ مهال لپاره لوژستیکي او انجنیري ملاتړ او د ځواکونو د یوې برخې د ساتنې لپاره وړتیاو ته ضرورت ولري."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند ټینګار وکړ چې په اوس وخت کې افغان ځواکونه په ځانګړي ډول هوايي ځواک له خپل ولس څخه د دفاع کولو وړتیا لري.

هغه ویلي چې د بل هر وخت په پرتله اوس د افغان هوايي ځواکونو وړتیاوې لوړې شوې دي.

دا څرګندونې په داسې وخت کېږي چې ټاکل شوې امریکا او ناټو د راتلونکې مۍ میاشتې په لومړۍ نېټې له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو بهیر پیل او د سپټمبر تر ۱۱ پای ته ورسوي.

دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۰۵۰۰بهرني عسکر حضور لري چې له افغان ځواکونو سره د روزنې، سلامشورو او تجهیز په برخو کې همکاري کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان ځواکونو څخه هوايي ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG