د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبانو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي وسله والو طالبانو د دغه هیواد زېربناو ته یو میلیارډ ډالر زیان رسولی دی.

ولسمشر غني نن سې شنبه اپرېل ۲۰ (وري ۳۱) په ارګ کې د حکومتولۍ او بشري سرچینو اونۍ په غونډه کې پر طالبانو غږ وکړ چې "که د جوړولو قوت یې نلرئ د خرابۍ مخه یې ونیسئ."

ښاغلي غني زیاته کړه: "د طالبانو حرکاتو د افغانستان زېربناو ته یو میلیارد ډالر زیان رسولی دی. نو زه ورباندې ناره کوم، ولې ورانوی، ولې خرابوی؟ که د جوړولو قوت نلری، که مثبت پروګرام نلری حد اقل د خرابي مخه ونیسی."

ولسمشر غني د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو وروستۍ جګړې ته په اشاره وویل چې په یاده ولسوالۍ کې دوه لوی پلونه او سلګونه پلچکونه د طالبانو لخوا وران شوي او په وینا په ټوله ولسوالۍ کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي.

هغه وویل که تاسو (طالبان) د ارغنداب کیسه تکراروئ، نو په وینا یې ولس به خپله قضاوت وکړي.

بلخوا د ننني پروګرام پر مهال په بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ۱۰۰۰ تکمیل شوي پروژې هم پرانیستل شوې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې پر یادو پروژو پنځه میلیارد افغانۍ لګښت راغلی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د افغانستان زېربناو ته د زیان اړولو په اړه د ولسمشر غني د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG