د لاس رسي وړ اتصالات

د عسکرو وتل؛ طالبانو سره د یرغمل شوي امریکايي نامعلوم برخلیک 


طالبانو تېر کال یو امریکايي وګړی وتښتوه
طالبانو تېر کال یو امریکايي وګړی وتښتوه

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن اعلان کړی چې له افغانستان څخه به خپل ټول عسکر د روان کال د سپتمبر تر میاشتې پورې وباسي.

دغه اعلان د هغه امریکايي وګړي د برخلیک په اړه اندېښنې پارولي دي‌ چې له څه باندې یو کال راهېسې د طالبانو په توقیف کې دی.

مارک فریریچس په افغانستان کې د انجینرۍ په پروژو کې کار کاوه چې طالبانو وتښتوه. د ده تر اختطاف څو اونۍ ورسته د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ ادارې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

د مارک کورنۍ او ځینې ټولنې اندېښنه لري چې له دغه تړون او د ولسمشر بایډن له اعلان وروسته د هغه د خوشې کېدو هیلې رژیدلې، دوی وايي که امریکا له افغانستان څخه وځي بیا خو د هغه خوشې کول نور هم ستونزمن کیږي.

د بایډن اداره وايي چې د توقیف شویو امریکایانو خوشې کول یې تر ټولو لومړی مسولیت دی.

د استازو په خونه کې د جمهوري غوښتونکو غړي مایکل والټز چې په افغانستان کې یې هم دنده ترسره کړې ده اسوشیتډپرس ته ویلي دي‌ چې د امریکا پوځ دا وړتیا لري چې هغه وژغوري. نوموړي د طالبانو په توقیف کې د دغه امریکايي ساتل زړه ماتوونکي وبلل.

د مارک خور چارلین کاکورا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو اعلان یې په ورور «مارک باندې یو زماني مهر ولګوه. موږ ۱۵۰ ورځې لرو چې هغه کور ته راستون کړو،‌ که داسې ونکړو موږ خپله وسیله بایلو.»

د سنا په مجلس کې د ښاغلي مارک د ایالت ایلونایس استازو ټامي ډکورت او ډېک ډربن څو میاشتې مخکې ولسمشر بایډن ته په یوې استول شوي لیک کې په دې اړه اندېښنه ښودلې وه.

تېره ورځ په یوې مرکې کې ډېک ډربن وویل چې چارواکو ورته ډاډ ورکړی دی چې د فریریچس قضیه د خبرو یوه برخه ده او هغوی په دې اړه خبر دی. وايي تېره پنجشنبه یې په خپله هم له ولسمشر بایډن سره په دې اړه خبرې وکړې او هغه ته یې یو معلوماتي یادښت هم وسپاره.

د امریکا حکومت د مارک فريریچس په اړه ډېر معلومات نه عام کوي خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس په یوې اعلامیې کې ويلي دي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د توقیف په چارو کې د ولسمشر له ځانګړي سفیر راجر کارسټېن سره په دې اړه نژدې او ګډ کار کوي.

هغه ویلي دي‌ چې دغو استازو«د ښاغلي فریریچس د پرېښودو په اړه په طالبانو فشار روان ساتلی. موږ ته د مارک فریریچس خوندیتوب ډېر ارزښت لري او تر هغه پورې به کار نه درو‌ تر څو پورې مو چې هغه خپلې کورنۍ ته سلامت ستون کړی نه وي.»

د اسوشیتدپرس د راپور په اساس طالبانو د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ په مهال غوښتل چې دغه امریکايي وګړی د خپل یو جنګیالي سره چې د نشه يي توکو د قاچاقو په تور په امریکا کې بندي دی، تبادله کړي.‌

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او عدليې وزارت ترمنځ هم خبرې وشوې چې آیا دا کار کېدای شي که نه، خو نه کېده.

ښاغلي پرایس وویل چې طالبان لا هم په دې اړه په خپلې غوښتنې «ټېنګار» کوي.

څو کاله مخکې طالبانو د خپلو ځينو بندیانو په بدل کې ځينې امریکایي او نور بهرني تښتول شوي اتباع پرېښودل.

XS
SM
MD
LG