د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي عسکر به څه ډول له افغانستان څخه وځي؟


ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي.
ټاکل شوې ټول بهرني ځواکونه د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي.

پداسې حال کې امریکا د افغانستان نه د عسکرو د ایستلو اعلان کړی خو لا هم پدې هکله پوره جزیات ندي ورکړل شوي چې دا عسکر به څه ډول له افغانستان څخه وځي.

د دفاع وزارت هم د جزیاتو د ورکولو نه ډډه کړې خو د جمعې په ورځ، اپریل ۱۶ یې همدومره ویلي چې ابتدایي پلانونه د سره ترتیب شوي او ډیر ژر به د دندو وروستی ترتیب هم شي.

د امریکا د تازه طرحې له مخې ټاکل شوې ټول امریکایي عسکر چې شمیر یې شاوخوا ۲۵۰۰ دی او د ناټو ۷۰۰۰ پوځیان د همدې کال د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي.

طالبانو د دوحې د سولې د تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې د مشکلاتو د زیاتیدو خبرداری ورکړی. دې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ستونزو د زیاتیدو ملامتي به په هغوي وي چې د تړون نه یې سرغړونې کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ وویل چې د طالبانو د ګواښونو او خطرونو نه خبر دي. ویاند وویل " مونږ د هغوي ګواښونه لیدلي او دا به غیرې منطقي وي چې جدي ونه بلل شي."

خو د دفاع وزارت طالبانو ته هم خبرداری ورکړ. د وزارت ویاند جان کربي پدې هکله وویل، " دا به د طالبانو لپاره غیرې منطقي وي چې د جمهور رئیس او دفاع وزیر لیوډ آسټن څرګندونې جدي ونه ګڼي."

د امریکا جمهور رئیس جو بایډڼ او د فاع وزیر لیوډ آسټن دواړو په ښکاره توګه ویلي که د افغانستان نه د عسکرو د وتلو پر مهال د امریکا او متحدینو په عسکرو یې برید وشي، د ځواب لپاره به یې د ټولو امکاناتو نه کار واخیستل شي

چارواکو همدارنګه افغانستان ته په موقتي توګه د نورو امریکایي عسکرو د لیږلو امکانات ندي رد کړي ځکه وایي دا عسکر به د افغانستان نه په خوندي او منظمه توګه د عسکرو په وتلو کې همکاري وکړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هر څومره چې د عسکرو د استلو وخت رالنډیږي، هماغومره به ډیر جزیات شریک شي.

ښاغلي کربي وویل، "زه نن په دقیقه توګه نشم ویلی چې دا به څه ډول وي، خو منطقي خبره ده چې لوژستیکي او د انجینرۍ په برخه کې مرستې ته ضرورت شته او دا ضرورت هم شته چې د عسکرو د خوندیتوب لپاره ځواک ډیر شي. "

جمهور رئیس جو بایډن د همدې تیرې چارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو وتل به د مۍ د میاشتې په لومړۍ نیټې پیلیږي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې د سولې د تړون له مخې ټاکل شوې وه چې ټول بهرني عسکر په همدې نیټې د افغانستان نه ووځي خو امریکایي چارواکو ویلي و چې دا نیټه عملي نده.

د دفاع وزارت ویاند جان کربي همدارنګه وویل چې د عسکرو تر وتلو وروسته به هم خپل افغان همکاران هیر نکړي. ویاند وویل، " په راتلونکې کې به امریکا د هغو متحدینو په شان د افغان پوځ ملاتړ کوي چې مونږ ورسره د دوه اړخیزې اړیکې لرو. "

XS
SM
MD
LG