د لاس رسي وړ اتصالات

برازیل کې سیلابونو ۱۱۶ ښارونه او زرګونه کسان متاثره کړي


برازیلي چارواکو د سه شنبې په ورځ دسمبر ۲۸ (مرغومي اومه) ویلي دي چې د یاد هیواد د باهیا ایالت په ۱۱۶ ښارونو کې د سختو اورښتونو له امله چې سیلابونه هم ورسره مل دي، بیړنی حالت اعلان شوی دی.

ویل کیږي چې په یاد ایالت کې د نومبر میاشتې له وروستیو څخه شدید بارانونه پیل شوي دي.

د برازیلي چارواکو په وینا، په وروستیو ورځو کې د یاد هیواد په شمال او جنوب ختیځ کې هم پنځه ایالتونه د سختو اروښتونو شاهدان پاتې شوي چې له امله یې په ۵۰ ښارونو کې څه باندې ۴۷۰ زره کسان متاثره شوي دي.

د راپورونو له مخې په ۵۰ ښارونو کې سیلابونه د خلکو کورونو او تجارتي محلاتو ته داخل شوي او خلک اړ شوي دي چې خپل توکي پریږدي.

د برازیل د حکومت د رسمي شمیرو له مخې، څه باندې ۳۴ زره کسان ددې سیلابونو له امله بې کوره شوي او ۳۴ زره نور له خپلو کورونو وتلي دي.

د هغه هیواد چارواکو زیاته کړې، په دې هیواد کې د اورښتونو له امله چې سیلابونه هم ورسره مل دي په مجموع کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۳۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د برازیل د ملي څارنې او طبیعي ناورینونو د خبرداري د ادارې پر ویب پاڼه لیکل شوي چې دا په تیرو ۳۲ کلونو کې په باهیا ایالت کې تر ټولو شدید اورښتونه دي.

یاد مرکز ویلي، د باهیا ایالت جنوبي سیمې د تیرو کلونو په نسبت د پنځه برابره سختو اورښتونو شاهدې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG