د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو پاکستان کې د پولیو ضد 'واکسین کوونکی او دوه پولیس' وژلي 


تصویر د دغې تازه پېښې نه دی
تصویر د دغې تازه پېښې نه دی

په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو د پولیو ضد د واکسین د کمپاین په ډلې باندې برید کړی چې یو واکسین کوونکی او دوه پولیس یې وژلي دي.

چارواکي وایي پېښه د سه شنبې په ورځ جون ۲۸ (چنګاښ اوومه) د شمالي وزیرستان د «دته خیل تاڼې» په سیمه کې شوې ده.

پولیس چارواکو او د پولیو ضد واکسین ډلې امریکا غږ ډیوې ته دا پېښه تائید کړې ده.

د پولیسو یو مقام ویلي دي چې د واکسین ډله د ماشومانو په واکسین کولو بوخته وه چې وسله وال راغلل، برید یې پرې وکړ او بیا وتښتېدل. په برید کې یو ماشوم ژوبل شوی هم دی.

دا برید داسې مهال کېږي چې د پاکستان پوځ تېره ورځ اعلان وکړ چې له ترهګرو سره یې په نښته کې اووه ترهګر وژلي او د دوی دوه سرتېري هم وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پولیو د مخنیوي د برخې مشر ډاکټر یاسر وویل چې له دغې پېښې وروسته یې هلته د پولیو ضد واکسین کمپاین درولی او د واکسین ۲۱ ټیمونه یې له دغې سیمې څخه اېستلي دي.

تر دې دمه د دغه برید مسئولیت چا نه دی منلی. تر دې مخکې هم په پاکستان کې د پولیو ضد په واکسین کوونکو او کمپاین کوونکو دا ډول بریدونه شوي چې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

پاکستان او افغانستان دا مهال د نړۍ د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې لا هم د پولیو پېښې په کې شته او ماشومان په دغه رنځ اخته کېږي.

د چارواکو په وینا د ۲۰۲۲ کال له پیل راهېسې په پاکستان کې د پولیو ۱۱ پېښې ثبتې شوې چې ټولې یې په قبایلي سیمو کې دي. په پاکستان کې تېره ورځ د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو چې د مسئولینو په وینا شاوخوا ۱۲.۶ میلیون ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین څاڅکي ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG