د لاس رسي وړ اتصالات

مظاهره کوونکو ته د ټاکنو کمېسیون غبرګون: تر څېړنو مخکې رای نشو باطلولی


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ د کاندید عبدالله په مشرۍ پرونیو مظاهرو ته په غبرګون کې وايي، د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر تر پای ته رسېدو مخکې نشي کولی رای باطلې کړي.

دغه کمېسیون د شنبې په ورځ د نومبر پر ۳۰مه«لېندۍ۹مه» په یوې اعلامیې کې مظاهرې د افغانستان د خلکو مدني او اساسي حق بللی او وايي، کمېسیون خپلې چارې د قانون، لوایحو، طرزالعملونو او مقرراتو له‌مخې تر سره کوي.

د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټکټ پلویانو تېره ورځ له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې ۳۰۰زره غیر بایومیټریک او جعلي رای باطلې اعلان کړي او په دغه بهیر کې خپل بې طرفي وساتي.

مظاهره کوونکو په یو پرېکړه لیک کې وویل، که د ټاکنو کمېسیون د دوی غوښتنې ونه مني د ټاکنو د سیاسي کړکېچ مسؤلیت او د هغه د پایلو مسؤلیت به یې د ټاکنو کمېسیون په غاړه وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون بیا نن شنبه د یادو مظاهره کوونکو غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي:"د ټاکنو کمېسیون ۸۶ مادې دغه کمېسیون مکلف کړی، په داسې حال کې، چې یو مشهود او د علایمو لرونکی شکایت موجود وي او د رایو ورکوونکو د صندقونو کې جرم او سړغړونه وښيي، دا صندقونه باید قرنطین شي او د څارونکو، مشاهدینو، رسنیو او د کاندیدانو د استازو په حضور کې وڅېړل شي،نو په دې خاطر کمېسیون نشي کولای چې د رایو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر تر پای ته رسېدو مخکې رای باطلې کړې."

د ټاکنو خپلواک کمېسیون په نننۍ اعلامیه کې یو ځل بیا ویلي، چې دغه کمېسیون د افغانستان د خلکو د رایو ساتنه کوي:"د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون د قانون او خپل اسقلالیت له‌مخې د خلکو له رایو نه ساتنه کړې ده او په هېڅ ډول شرایطو کې هیڅ یوې ډلې، شخص او بهیر ته په ټاکنو کې د لاس وهنې حق نه ورکوي."

دغه کمېسیون همدارنګه ویلي، چې د ټاکنو اړوند ټولې چارې د نافذه قوانینو سره سم د دغه کمېسیون لوایحو او طرزالعملونو ته په کتو مخته وړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا ټینګار کړئ، چې یوازې بایومیټریک رایې د اعتبار وړ دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون همدارنګه د یادو بهیر د پرمخ وړلو لپاره له ټولو کاندیدانو څخه غوښتي، چې په اوو ولایتونو کې د دغه کمېسیون د دفترونو په بیېرته پرانیستلو کې ورسره مرسته وکړي.

له تېرو څو ورځو راپدېخوا د افغانستان په اوو شمالي او مرکزي ولایتونو کې د یو شمېر کاندیانو د پلویانو لخوا د بیا شمېرنې له بهیر سره د مخالفت له امله د ټاکنو ولایتي دفترونه تړلي دي.

XS
SM
MD
LG