د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو لپاره پر اوربند د عبدالله ټینګار


د افغانستان سولې په اړه خبرې د یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تېره اونی بیا ځلي پیل شوې
د افغانستان سولې په اړه خبرې د یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تېره اونی بیا ځلي پیل شوې

د افغانستان د ملي مصالحې شورا مشر ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه هره ورځ افغانان وژني او هرو مرو باید اوربند وشي.

عبدالله عبدالله نن شنبه فبروري ۲۷ (کب نهمه) وویل چې په ورستیو ورځو کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې پلاوي او د طالبانو تر منځ اړیکې ډېرې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د سولې خبرو ته د خلکو تمې دي او تر اوسه نه دي پوره شوي.

هغه وویل:"تاوتریخوالی دوام لري، هدفي وژنې هم کیږي او له خلکو قرباني اخلي. زه یو ځل بیا د خلګو پر ریښتنې غوښتنې چې د اوربند ټینګول دي تاکید کوم."

هغه زیاته کړه حکومت او طالبانو د سولې خبرو په پیل کې هوکړه کړې وه چې تاوتریخوالی به د خبرو اترو له لارې حل کړي، خو جګړه د ورکېدو پر ځای لا توده شوې ده.

په دوحې کې د افغانستان سولې په اړه خبرې د یوې نیمې میاشتې ځنډ وروسته تېره اونی بیا ځلي پیل شوې.

له بلې خوا په سیاسي او امنیتي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار، محمد محقق ویلي چې د سولې د خبرو "د شرایطو پیچلی حالت" د جګړې دوام دی.

د هغه په وینا په سیمه او نړۍ کې د وضعیت بدلون د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون کې د امریکا د نوي حکومت لاسوهنې هم پر افغانستان اثر کړی.

د جو بایډن په مشرۍ د امریکا نوی حکومت د طالبانو سره د سولې تړون چې په ۲۰۲۰ کې د ډونالډ ترمپ د حکومت په اوږدو کې لاسلیک شوی و بیا ارزوي.

بایډن یوه اونۍ مخکې د مونیخ په امنیتي غونډه کې وویل چې امریکا د افغانستان د شل کلنې جګړې د پاې لپاره دپلوماتیکه هڅه کوي.

له بلې خوا د امریکا د دفاع وزیر له دې مخکې ویلي و چې امریکا به په چټکۍ له افغانستانه ونه وځي.

XS
SM
MD
LG