د لاس رسي وړ اتصالات

د سولې خبرو اترو دوهم پړاو به په قطر کې پیل شي ـ عبدالله


د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي د سولې خبرو اترو دوهم پړاو به په قطر هېواد کې پیل شي.

نوموړي نن یکشنبه ډسمبر ۲۷ (مرغومې ۷) په سپېدار ماڼۍ کې د ملي مصالحې د رهبري شورا په دوهمه غونډه کې ویلي: "د سولې خبرو اترو دوهم پړاو به په قطر هېواد کې پیل شي...قطر د سولې خبرو اترو د لومړي پړاو کوربتوب په غاړه لاره، د سولې خبرو اترو د ملاتړ کوونکي هېواد په توګه یې د دوهم پړاو خبرو اترو کوربتوب ته د کوویډ ۱۹ په بحراني حالت کې تیاری وښوده او له دې خبرو یې ملاتړ وکړ."

د ملي مصالحې عالي شورا ویلي چې د یادې شورا مشر عبدالله عبدالله نن په ارګ کې له ولسمشر غني سره کتنه کې د بین الافغاني مذاکراتو د راتلونکي پړاو د موقعیت او وخت په اړه هم خبرې کړي دي.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ په سپېدار ماڼۍ کې د ملي مصالحې عالي شورا په دوهمه غونډه کې د سولې د مذاکراتي پلاوي ترڅنګ افغان چارواکو، سیاسي او جهادي مشرانو هم ګډون کړی و.

ښاغلي عبدالله پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي و چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو دې په افغانستان کې دننه وشي.

دوی ویلي چې دولت د ځای په اړه ځانګړې ملاحظه نلري او په وينايې افغان حکومت چمتو دی د هیواد هره سیمه چې طالبان پیشنهادوي هلته د تاسیساتو جوړولو په شمول، بشپړه امادګي ونیسي او خبرې پر مخ یوسي.

عبدالله عبدالله تر دې مخکې هم ویلي و چې د مذاکراتو د ځای ځایګي په اړه څرګندونې باید د دوهم پړاو مذاکراتو ځنډېدو لامل نشي.

د دوهم پړاو مذاکراتو تر پیلېدو مخکې د تخنیکي کمېټې جوړېدل

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا په نننۍ غونډه کې د سولې بین الافغاني مذاکراتو د دوهم پړاو پیلېدو مخکې د یوې تخنیکي کمټې جوړېدو پرېکړه کړې ده.

یاده شورا وايي چې دغه تخینکي کمېټه به د دوهم پړاو مذکراتو له پيلېدو مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه ترتیب کړي.

د مصالحې شورا په اعلامیه کې راغلي: "پدې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې یوه تخنیکي کمېټه دې جوړه شي، ترڅو دویمي پړاو خبرو اترو ته له تګ وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت لومړیتوبونه ترتیب او جوړ کړي، د رهبرۍ کمېټې له تایید وروسته مرکچي پلاوی پرې د یو ملاتړیز لارښود په توګه عمل وکړي."

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړی مرستیال امرالله صالح چې د ملي مصالحې عالي شورا په پرونې غونډه کې ګډون کړی و وايي چې د مذاکراتي پلاوي د نظرونو تر اورېدو وروسته ورته معلومه شوې چې طالبان په نوي افغانستان کې پر سوله ییز ژوند باور نه لري.

هغه ویلي چې له طالبانو سره باید د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه او ملي امنیت ریاست مذاکرات وکړي.

هغه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې د سولې مذاکرات باید دوام پیدا کړي، خو ټينګار یې کړی چې د هواري حل یوازې قطر کې نه بلکې د دولت د ظرفیتونو لوړول هم دغه لار اسانوي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ډلو ترمنځ مخامخ مذاکرات د روان کال سپټمبر میاشتې پر۱۲مه په قطر کې پرانیستل شول.

یاد مذاکرات چې د ځينو ستونزو له امله ځنډېدلي و، روانه میاشت پر کاري طرزالعمل تر توافق وروسته مخامخ ناستې پیل شوې. چې اوس مهال پکې ۲۰ ورځنۍ وقفه راغلې ده.

ټاکل شوې دغه مذاکرات د راتلوونکي ۲۰۲۱ کال جنورۍ میاشتې پر پنځمه نېټه بیرته پيل شي.

XS
SM
MD
LG