د لاس رسي وړ اتصالات

غني: نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په اړه د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا ویلي چې د تاوتریخوالي زیاتوالی په هیڅ صورت د منلو نه دی.

ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون ناوخته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر له مشرې دیبورا لاینس سره په ارګ کې د کتنې پرمهال کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر د افغانستان د خلکو د غوښتنې ملاتړ وکړي.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلي غني له قوله راغلي: "د تاوتریخوالي زیاتوالی په هیڅ راز موږ ته د منلو نه دی...د افغانستان دولت په سولې پروسه کې ملي پیاوړې اجماع رامنځته کړې، بین المللي ټولنه باید د تاوتریخوالي ختمولو په خاطر زموږ د خلکو د برحقه غوښتنې هراړخیز ملاتړ وکړي."

په دغه کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازوالۍ دفتر مشرې دیبورا لاینس دوحې ته د خپل سفر جزئیات هم له ولسمشر غني سره شریک کړي.

د ارګ د بیان له مخې اغلې لاینس په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې پر پای ته رسېدو ټينګار کړی، نوموړې هیله ښودلې چې د سولې بهیر مثبتې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده چې د سولې خبرو له پیلېدو سره جوخت د افغان چارواکو په وینا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پېښو زور اخیستی دی.

د تاوتریخوالي په تازه پېښو کې تېره ورځ د کابل مرستیال والي محبوب الله محبي او د غور د ولایتي شورا مرستیال د چسپکي ماین په چاودنو کې ووژل شول.

تر دا مهاله د دغه دواړو بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

په دوحه کې د سولې خبرو کې وقفه

ولسمشر غني پر داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر ختمولو ټینګار کوي چې په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ مذاکراتو کې څو ورځني وقفه راغلې ده.

ویل کیږي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي ټېم غړي تېره ورځ ناوخته کابل ته راغلي. د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم نن چهارشنبه په کابل کې د سولې په اړه یو کنفرانس ته وویل چې نن ماښام به د مذاکراتي ټېم له غړو سره وګوري.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم ویلي چې په قطر کې د دغه ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د یو طالب پلاوي په مشرۍ د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللی دی.

طالب ویاند ویلي چې ملا برادر به د خپل سفر پرمهال د پاکستان له صدراعظم عمران خان او بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.

XS
SM
MD
LG