د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د سینما هنرمندانو کاري اعتصاب کړی

د امریکا په بیلابیلو ایالتونو کې فلم جوړوونکو دا اونۍ د خپلو معاشونو لوړولو او مصنوعي ځیرکتیا کارولو په وړاندې د خوندیتوب دپاره په اعتراض لاس پورې کړ.

د هالیوډ اداکاران په کالیفورنیا او نیویارک کې سرکونو ته راوتلي دي. د فلم لیکوالانو هم د مې د میاشتې راهیسې اعتصاب کړی دی.

اداکاره لیلان باوډن پداسې حال کې چې نهه میاشتنۍ حامله ده، په لاس انجلس کې د نټفلکس د ودانۍ مخې ته د نورو همکارانو سره په لاریون کې برخه اخیستې ده.

باوډن وویل: "موږ د مناسب معاش لپاره مبارزه کوو. اوس مهال ډېره سخته شوې ده چې اداکاران په خپل معاش ګوزاره وکړي."

د جمعې په ورځ د امریکا د سترو سټوډیوګانو او خپرونکو خدماتو د ادارو سره د ناکامو خبرو اترو وروسته، د امریکا د اداکارانو او د تلویزیون او راډیو د هنرمندانو ګډې ټولنې (SAG-AFTRA) ، چې د فلمونو او ټلویزیون د ۱۶۰ زرو تنو استازیتوب کوي، په ټوله نړۍ کې د نورو اداکارانو سره یوځای اعتصاب اعلان کړ.

دغې ټولنې د معاشونو د لوړولو سربیره، د فلمونو د عوایدو په پالیسۍ کې د بدلون غوښتنه کړې، دا هغه اندازه پیسې دي چې هنرمندان یې د فلم د خپریدو او د خلکو له لورې د کتل کېدو څخه ترلاسه کوي.

د هالیوډ اداکاره نوري ویکټوریا د اداکارانو سره د قراردادونو په نوې بڼه کې د محدودیتونو او مادي امتیازاتو له کموالي شکایت کوي.

هغې وویل: "موږ شرکتونه لرو چې که میلیاردونه نه وي نو میلیونونه ډالر ګټي. د خپرونو په نویو بڼو کې، ددغو شرکتونو چلوونکي هر کال په ملیونونو ډالره ګټي او موږ یوازي د پاتې عوایدو یو ډالر او ۳۳ سینټه ترلاسه کوو."

ویکټوریا وايي یوه ملګرې لري چې د عوایدو ٥٦ چیکونه یې ترلاسه کړي خو ټول یواځې ٨٦ ډالره کېږي.

یوه بله غوښتنه د مصنوعي ځیرکتیا په وړاندې خوندیتوب دی چې په ورستیو کې یې د هنرمندانو د مخونو، بدنونو او غږونو په نقل کولو کې پرمختګ کړیدی.

د هالیوډ اداکار ډوین کولبرټ وايي: "د وروستي قرارداد له مخې اړتیا وه چې زه باید سکین شم خو زه یې په دې موخه پوه نه شوم، ما ورته اجازه ورکړه، خو زه نه پوهیږم چې دا به نور د څه دپاره وکارول شي."

د امریکايي اداکارانو او راډیو او ټلویزیون د هنرمندانو د ټولنې استازي ډنکن کربټري آیرلینډ هم دا کار د هنرمندانو د محرمیت د خوندیتوب دپاره اندېښنه بولي.

دا په امریکا کې د ١٩٨٠ کال راهیسې د فلم او تلویزیون د کارکوونکو لومړی اعتصاب دی او د ١٩٩٧ راهیسې د هیواد په کچه ترټولو لوی اعتصاب ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG