د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې مظاهرې؛ مقامات 'خبریالان او مشهورې څېرې په نښه' کوي


د ایران د مظاهرو په ملاتړ په نړۍ کې هم مظاهرې شوې دي
د ایران د مظاهرو په ملاتړ په نړۍ کې هم مظاهرې شوې دي

ایران د پنجشنبې په ورځ سپتمبر ۲۹ (تلې۷) په هغو مشهورو څېرو او خبریالانو باندې فشارونه زیات کړل چې د ایران د «اخلاقي پولیسو» په توقیف کې یې د یوې ایرانۍ نجلۍ مهسا امیني مړینه غندلې او د دغې پېښې په ضد یې د ښځو د پيل شویو مظاهرو ننګه کړې ده.

فلم جوړوونکو، لوبغاړو، سندرغاړو او فلمي ستورو د روانو مظاهرو ننګه کړې ده. د ایران د فوټبال ملي ټیم په ویانا کې د سینیګال په مقابل کې تر لوبې مخکې د خپل هېواد د ملي سرود د غږېدو په مهال د ملي ټیم د لباس په ځای تور لباسونه په تن کړي وو او ډېر دې کار ته د دغو مظاهرو د ملاتړ په سترګه ګوري.

د ایران د ایسنا خبري اژانس وايي د تهران والي محسن منصوري ګواښ کړی چې د هغو ټولو مشهور څېرو په ضد به اقدامات کوي چې په خبره «د بلوا اور یې تود» کړی دی. د ایران د قضايي قوې مشر غلام حسین محسني هم ویلي دي چې «هغه کسان چې د نظام د ننګې له کبله مشهور شوي، په سخته ورځ د دښمن سره یو ځای» شول.

په ایران کې له تېرو دوو اونیو راهېسې مظاهرې روانې دي او د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې د دغو مظاهرو د ځپلو لپاره د ایران «امنیتي ځواکونو بې رحمه خشونت» کړی دی.

د مهسا امیني له مړینې وروسته په ایران کې مظاهره کوونکي چې اکثریت یې ښځې دي د «ښځې، ژوند او ازادۍ» تر شعارونو لاندې مظاهرې کوي او ډېرو یې د اعتراض په ډول د خپل سر ټکري هم سوځولي دي. مهسا امیني د «بې حجابۍ په تور توقیف او مړه» شوه.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي سره له دې چې د مهسا امیني په مړینه یې خواشیني ښودلې ویلي یې دي چې «عامه امنیت د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره سره کرښه ده او هېچا ته اجازه نشته چې قانون مات او ګډوډي جوړه» کړي.

د مظاهرو ننګه

په نړۍ کې هم د ایران د دغو مظاهرو په پلوي مظاهرې شوې دي او ټاکل شوې چې د شنبې په ورځ د نړۍ په ۷۰ ښارونو کې مظاهرې وشي. د ایران حکومت د فرانسې هغه اعلامیه په خپلو کورنیو چارو کې «مداخله» بللې چې په همدې اړه خپره شوې ده او همدغه راز یې د بریتانیا او ناروې په اړه هم شکایتونه کړي دي.

په کابل کې هم ښځو د ایران د سفارت په مخ کې مظاهره وکړه او د «ایران پاڅېده، اوس زموږ نوبت دی. له کابل تر ایران پورې، دیکتاتوري ته نه ووايئ» شعارونه یې لېږدول.

د فرانسې خبري اژانس خبریال راپور ورکړی دی چې طالبانو په دغو مظاهره کوونکو هوايي ډزې وکړې چې خواره واره شي او شعارونه یې هم څېري کړل.

د خبریالانو نیول

ایران د پنجشنبې په ورځ خبریاله الهه محمودي ونیوله، نوموړې د مهسا امیني د جنازې په اړه راپور خپور کړی و. د هغې مدافع وکیل وايي چې دا په ایران کې د خبریالانو د نیولو د تازه پیل شوې لړۍ یوه برخه ده.

د ایران پولیس د شرق ورځپاڼې خبریاله نیلوفر حمیدي هم نیولې ده، هغه روغتون ته تللې وه او د کوما په حالت کې یې د مهسا امیني په وضعیت راپور ورکړ او نړۍ یې خبره کړه.

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي چې درې نور خبریالان فرشید قربانپور، اریا جعفري او مبین بلوڅ هم نیول شوي او په دې سره د ټولو نیول شویو خبریالانو شمېر ۲۸ ته ورسېده.

د ایران د اسلامي انقلاب د ګارد ځواکونو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې استخباراتي افسرانو یې د قم په ښار کې د «مظاهرو د تنظیم د یوې منظمې شبکې ۵۰ غړي هم» نیولي دي.

د ایراني ځواکونو په چلند انتقاد

د بخښنې نړیوال سازمان د ایران د امنیتي ځواکونو په «ناقانونه او بې رحمه ځواک کارولو» باندې انتقاد کړی دی. د دغه سازمان سکرتر جنرال اګنیس کالامارد ویلي دي چې په دغو مظاهرو کې د ماشومانو او ښځو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل دي.

د فارس خبري اژانس وايي چې ۶۰ تنه وژل شوي دي خو په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو کې مېشته ډله وايي چې ۷۶ تنه په دغو مظاهرو کې وژل شوي دي.

ایران په دغو مظاهرو کې ځینې بهرني ځواکونه هم دخیل بللي دي او د چهارشنبې په ورځ یې د عراق د کردستان په سیمې باندې د میزایلو او توغندیو بریدونه وکړل چې د راپورونو په اساس ۱۳ تنه په کې ووژول شول.

په همدې حال کې امریکایي مقاماتو نن پنجشنبه اعلان وکړ چې د ایران په دغو بریدونو کې یو امریکايی وګړی هم وژل شوی دی او له دې سره یې په ایران د تیلو په خرڅلاو باندې یې نوي بندیزونه هم اعلان کړل.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بائربوک ویلي دي چې تر خپلې وسې به هڅه وکړي چې چې «اروپايي ټولنې باندې فشار راوړي چې په هغو خلکو بندیزونه ولګوي چې ښځې په وهلو وهلو مړې کړې او د مذهب په نوم په مظاهره کوونکو باندې ډزې» کوي.

ایراني مقامات وايي هڅه کوي چې مظاهرې کابو کړي او دا «کومه لویه خبره» نه ده.

XS
SM
MD
LG