د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: د پاکستان 'غیر واقعي' څرګندونې د دواړو هیوادونو په ګټه نه دي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په اړه د پاکستان وروستۍ څرګندونې له حقیقت څخه لیري او د دواړو هیوادونو په ګټه نه دي.

دغه وزارت نن شنبه جون ۱۹ (غبرګولې ۲۹) د افغانستان په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه له واقعیت څخه لیري بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان او سیمې کې د تلپاتې سولې ټینګېدو په اړه د وضعیت حساسیت او رامنځته شوو فرصتونو ته په کتو دا ډول اعلامیې د سولې بهیر په ګټه نه ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: "له پاکستاني چارواکو څخه د افغانستان او نړیوالې ټولنې غوښتنه داده چې له خپل هغه نفوذ او کنټرول څخه چې پر طالبانو یې لري دغه ډله د معنا لرونکو خبرو مېز ته وهڅوي. ترڅو په افغانستان کې جګړه او د وینې تویېدل ختم، نړیوال تروریزم پای ته ورسیږي او په افغانستان کې سوله چې د نړۍ او پاکستان ګټې هم پکې نغښتې وي ټینګه شي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ په افغانستان کې د اسلام آباد د لاس وهنو په هکله د حمدالله محب څرګندونې غندلې او بې بنسټه یې بللي.

دې وزارت په یوې اعلامیې کې چې پرون جمعه جون ۱۸ (غبرګولي۲۸) یې خپره کړې ویلي چې نړیوالې ټولنې د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان نقش په پراخه توګه منلی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تیره ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي وروستیو څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی و.

ښاغلي محب په ټویټر کې لیکلي، "طالبانو په ټول افغانستان کې د افغان ولس پر ضد د تشدد ډک عملیات پیل کړي. مونږ پوهیږو چې هغوي څنګه او ولې ددې کار وړتیا پیدا کوي. قریشي یا خبر ندی، یا نادان دی او د هغوي (طالبانو) سره یو لاس دی. ښایي هغه دا هم رد کړي چې اسامه (بن لادن) د پاکستان نظامي قوماندانۍ سره نږدې وموندل شو."

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چې افغانستان به د ټولو دپلوماتیکو مراجعو له لارې له پاکستان سره پر مهمو او بنیادي مسائیلو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG