د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د ویسټ‌انډیز خلاف په اوله پاڼۍ کې ۱۸۷ منډې وکړې


ځوانو لوبغاړو ناصر جمال او حمزه هوتک نن د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ټسټ لوبه وکړه.
ځوانو لوبغاړو ناصر جمال او حمزه هوتک نن د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ټسټ لوبه وکړه.

د افغانستان او ویسټ انډیز کرکټ لوبډلو ټسټ لوبه نن چهارشنبه (د لیندۍ ۶مه) د هند په لکنو ښار کې پیل شوه، چې افغان لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۸ منډې وکړې.

د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه. افغان لوبغاړو په ۶۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې.

جاوید احمدي ۳۹، افسر ځاځي ۳۲، ابراهیم ځدراڼ ۱۷، احسان الله جنت ۲۴ منډې وکړې خو رحمت شاه او اضغر افغان بیا هر یو څلور څلور مڼدې وکړې.

د ویسټ انډیز له خوا راهکیم کورنوال د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځول.
د ویسټ انډیز له خوا راهکیم کورنوال د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځول.

ځوانو لوبغاړو ناصر جمال او حمزه هوتک نن د لومړي ځل لپاره افغانستان ته د ټسټ لوبه وکړه. حمزه ۳۴ او ناصر ۲ منډې وکړې.

د ویسټ انډیز له خوا راهکیم کورنوال د افغانستان ۷ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې دویمه پاڼۍ اوس مهال پیل شوه او افغان لوبغاړي توپ اچونه کوي.

دا د افغانستان د کرکټ څلورمه او ویسټ اندیز سره لومړنۍ ټست لوبه ده.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا د ټست لوبو په درجه بندۍ کې لسم او ویست اندیز په اتم مقام کې دی.

له دې مخکې افغانستان او ویسټ انډیز درې یوې ورځينۍ او درې شل اوریزې سیالۍ وکړې. ویسټ اندیز پنځوس اوریزې او افغانستان شل اوریزې سیالۍ وګټلې.

XS
SM
MD
LG