د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغان کډوالو د پاتې کیدو موده نوره وغځوله


Pakistan Afghanistan
Pakistan Afghanistan

د پاکستان حکومت د پنجشنبې په ورځ ( د سپتمبر په ٢٧) په دغه هیواد کې د میشتو افغانو کډوالو د پاتې کیدو موده د شاوخوا یو کاله پورې وغځوله

د پاکستان کابینې دغه پریکړه د هغې نه وروسته کړیده چې په پاکستان کې د صدراعظم عمران خان افغان کډوالو ته د تابیعت ورکولو په موضوع بحثونه پاریدلې دي.

د کابینې د غونډې مشري د پاکستان صدراعظم عمران خان وکړه. د غونډې نه وروسته د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري خبریالانو ته وویل چې حکومت پریکړه کړې د افغان کډوالو بیرته خپل وطن ته د تگ موده د راتلونکي کال د جون د میاشتې پورې غځوي.

ښاغلي چوهدري وویل چې دا وخت په پاکستان کې شاوخوا نهه لکه رجسټر شوې او پنځه لکه نارجسټر شوې افغانان ژوند کوي.

د یادونې وړ ده د پاکستان د صدراعظم د هغه اعلان نه وروسته د مخالفینو غبرگون وپاریده چې وې ویل د بشریت په اساس هغه افغانانو او بنگالیانو ته چې د څو لسیزو نه په پاکستان کې ژوند کوي او دلته یې ماشومان لوی شویدي، به د پاکستان تابعیت ورکړي.

د عمران خان مخالفت د بلوڅانو ملت پاله گوند بي این پي مشرانو ترسنگ د پاکستان پیپلز گوند هم وکړ او په پارلمان کې یې په دغه اړه وینا گانې هم وکړی.

د مهاجرینو لپاره د ملگرو ملتونو اداره وایي چې په ٢٠١٦ کې ۴٠٠٠٠٠ زره افغان مهاجر د هغه کمپاین په نتیجه کې هیواد ته ستانه شول چې پاکستان پر مهاجرو باندې د فشار په خاطر پیل کړی و. په ٢٠١٧ کې شاوخوا ٦٠٠٠٠ زره افغان مهاجر هیواد ته ستانه شوي دي.

XS
SM
MD
LG