د لاس رسي وړ اتصالات

افغان نامتو سینماګر جوان شېر حیدري مړ شو


د افغانستان ولمشرۍ ماڼۍ، د جوان شېر حیدري مړینه لویه ضایعه بللې.
د افغانستان ولمشرۍ ماڼۍ، د جوان شېر حیدري مړینه لویه ضایعه بللې.

د افغانستان د سینماګرانو د اتحادیې مشر او د سینما لوبغاړی جوان شیر حیدري د ۶۸ کلونو په عمر مړ شو.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې ښاغلی جوان شېر نن سه شنبه (د سلواغې ۱) د کابل په یوه روغتون کې د زړه حملې له کبله ساه ورکړې.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې خپرې شوې خبرپاڼې کې د جوان شېر حیدري مړینه لویه ضایعه بللې او د افغانستان سینما کې یې د هغه کړنې ستایلي دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه صافۍ په خپلې فیسبوک پاڼې کې د خواشینۍ پیغام په خپرولو سره لیکلي چې دغه افغان لوبغاړی کابل کې زېږېدلی او له ښونځي دورې څخه یې تمثیل پیل کړی و.

اغلې صافۍ زیاته کړې چې جوان شیر حیدري د افغانستان د سینما ګرانو اتحادیې مشرۍ تر څنګ، د افغانستان- چین د دوستۍ بنسټ او تاجکستان کې د (پیوند) بنسټ مشري هم کوله.

ښاغلي حیدري سینمايي فلمونو کې د لوبېدو ترڅنګ د ځینو فلمونه ډایرکټري هم کوله. هغه د (دهنکده ها بیدار میشوند، ګناه، صبور سرباز، حادثه، الماس سیاه او د رویا و سربند) فلمونه جوړ کړي‌دي.

د افغانستان د سینما بل لوبغاړي همایون پایر هم د جوان شیر حیدري مړینه ضایعه بولي.

هغه امریکا غږ ته وویل:"حیدري د افغانستان د سینما په جوړولو کې په ځانګړي ډول په شپیتمې لسیزې کې لوی نقش درلوده. د افغانستان سینما به د هغه زیارونه له یاده ونه باسي."

جوان شېر حیدري نږدې دوه لسیزې له افغانستانه بهر کډه کړی وه او هېواد ته د راتګ وروسته یې بیا ځلي د سینمايي فلمونو په جوړولو پیل وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې جنورۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د افغانستان د سینما لوبغاړې او نامتو ټوکمار محمد اصف جلالي هم د زړه حملې له کبله مړ شو.

XS
SM
MD
LG