د لاس رسي وړ اتصالات

افغان او امریکایي ځواکونه: داعش مو په ده بالا کې ختم کړ


داعش د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې فعاله دی
داعش د ننګرهار په ځینو ولسوالیو کې فعاله دی

افغان او امریکايي ځواکونه وايي د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې یې د داعش-خراسان ډله له منځه وړې.

امریکایي ځواکونه وایي د داعش ډلې پر ضد عملیات یې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په وروستیو کې پیل او د جون په وروستیو بشپړ کړل. په دغو عملیاتو کې د امریکایي پوځ په وینا دداعش ډلې ۱۶۷ جګړه ماران وژل شوي‌ او ګڼ نور یې ژوبل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې د افغانستان د کمانډو ځواکونو هم برخه لرله.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو قومندان جوش ثیل رویټرز خبري اژانس ته وویل ”دا سیمه د داعش لپاره په دوو دلیلونو مهمه وه. دا د داعش د مالي، پېسو او لوجستیک یوه سرچینه وه او موږ ترې دا سرچینه واخیستله. دویمه دا چې داعش له دغې سیمې څخه کابل او جلال اباد ته د لویو بریدونو لپاره ځانمرګي استول. “

دغه امریکايي قومندان ونه ویل چې څومره په دغو عملیاتو کې څومره افغان او امریکايي ځواکونه وژل شوي‌ او یا ژوبل شوي ‌دي. ده بالا ډیورېنډ کرښې ته نژدې ده او د چارواکو په وینا ترهګر او ورانکاره کسان د کرښې دواړو خواو ته تګ راتګ کوي.

افغان چارواکي ‌وايي دا مهال د افغانستان شمال او ځینو نورو ولایتونو کې د داعش شاوخوا ۳۰۰۰ جکړه ماران فعاله دي. خو همدا څو ورځې مخکې په ملګرو ملتونو کې د روسیې ځانګړي استازي وویل چې په افغانستان کې د داعش شاوخوا ۱۰۰۰۰جنګیالي‌شته.

ولسشمر محمد اشرف غني تېرکال د داعش ډلې د ختمولو کال یاد کړی و. افغان چارواکي‌وايي‌دا مهال په ټول افغانستان کې د ترهګرو شاوخوا ۲۲ نړیوالې او سیمه ییزې ډلې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG