د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د "داعش" حضور او نړیوالې اندیښنې


افغان حکومت وایي په افغانستان کې د ۲۱ بهرنۍ تروریستي ډلې فعاله دي
افغان حکومت وایي په افغانستان کې د ۲۱ بهرنۍ تروریستي ډلې فعاله دي

د امریکا د کانګرس یو شمیر غړي او امنیتي څیړونکي په افغانستان کې د داعش د حضور پراخیدو نه اندیښمن دي.

د "اسلامي دولت" یا "داعش" په نوم وسله والې ډلې په ۲۰۱۴کال کې په عراق او سوریه کې خپل خلافت اعلان کړ. د متحده ایالاتو او د امریکا د نورو متحدینو د نظامي عملیاتو په نتیجه کې، تیر کال (۲۰۱۷) کې د داعش وسله والو په عراق کې ماتې وخوړه. د روان ۲۰۱۸ کال په تیرو لنډو میاشتو کې د داعش په نوم همدغې ډلې په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت واخیستو.

امریکایي چارواکي او څیړونکي په دې نظر دي چې د داعش وسله وال د افغانستان په شمول ډیرو هیوداونو ته خواره شوي او د سیمې هیوادونه باید باخبره اوسي. د داعش تش په نامه خلافت په عراق او سوریې کې یو کال مخکې له منځه ولاړ خو دا پوښتنه اوس هم شته چې آیا د دې ډلې گواښ کم شوی که نه؟

په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو مسؤلیت د داعش ډلې اخستې
په افغانستان کې د وروستیو خونړیو بریدونو مسؤلیت د داعش ډلې اخستې

د څیړونکو له نظره، هغه خلک چې د داعش د نظریې تر اغیز لاندې راغلي، یوه سیمه کې محدود ندي او په ټوله نړۍ کې موجود دي. د امریکا د کانگرس غړي او د کورني امنیت د کمیټې رئیس، مایکل مکائل امریکاغږ ته وویل امریکا په عراق او سوریه کې د داعش خلافت پای ته ورساوو خو باید سترگې پټې نشي ځکه هغوئ د نړۍ نورو برخو ته تللي او ژوندي دي. د ښاغلي مکائل په باور، داعشیان تر هغه وخته پورې ژوندي دي چې د دوئ نظریه موجود وي. د مکائل په وینا د داعش نظریه به ځکه ناکامه شي چې په ظلم او جبر متکي ده.

په نړۍ کې د نورو سیمو په پرتله په افغانستان کې د داعش موجودیت ډیر محسوس کیږي ځکه په تیرو څو میاشتو کې داعش په افغانستان کې د ځینو خونړیو بریدونو مسولیت واخیست. د امریکا د ملي امنیت د شورا پخوانی غړی جاشوا گلیتزر وایي"بې له شکه امریکا د نورو ترهگرو پر ضد د جگړې تر څنگ په دغه سیمه کې هم عملیات کوي چې داعش یې خراسان بولي." د ګلیتزر په وینا د داعش خراسان څانگه په افغانستان او سیمه کې ډېر نفوذ لري او په یاده سیمه کې يي د اوږدې جگړې نه گټه اخیستې ده.

د داعش/خراسان په نوم ډله د افغانستان په ختیځ کې ډيره فعاله ده
د داعش/خراسان په نوم ډله د افغانستان په ختیځ کې ډيره فعاله ده

د څیړونکو په باور داعش په سیمه کې ځیني خلک جذب کړي او ځیني یې له نورو هیوادونو څخه راوستي دي. خو هیله مند دي که د امریکایي عملیاتو او سیمه ایزو متحدینو پیاوړي کیدو سره په افغانستان او سیمه کې د داعش/خراسان مخه ونیول شي او د ترهگرو ضد ځواکونه د دوئ شمیر کم کړي.

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر هم د داعش د پراخیدو په اړه اندیښمن دی خو وایي امریکا باید د افغانستان او پاکستان سره په دې مسلې خبرې وکړي. ښاغلي کراکر امریکاغږ ته وویل "د افغانستان په ختیځ کې د داعش د خراسان د څانگې مرکز دی چې د پاکستان سره پوله لري. دا ډیره خطرناکه مسله ده. ټول باید په دې اړه اقدام وکړي. په تیره پاکستاني، افغان او امریکایي چارواکي باید په دې مسلې خبرې وکړي."

د دغه پخواني امریکايي دیپلومات په وینا، امریکا نده مالومه چې داعش هلته څه کول غواړي، خو وایي د داعش شتون د پاکستان، افغانستان او امریکا لپاره ښه نه دی.

د کانگرس غړی مایکل مکال وایي د امریکا حکومت د گوگل، فیسبوک او تویتر په څیر ټولنیزو شبکو سره په همغږئ، د انترنت نه د ټولو هغو موادو په لرې کولو کار کوي چې کرکه، جهادي تبلیغات او د داعش د نظریاتو په خپرولو کې مهم رول لوبوي.

ددی راپور ویدیویي بڼه دلته لیدی شئ:

داعش په ننګرهار کې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

XS
SM
MD
LG