د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ له نیوکو وروسته د ډیورنډ د عملیاتو په اړه "اشتباهي" ټویټ ړنګ کړ


پر ارګ انتقاد دی چې ولې یې د ډیورنډ کرښې ته د سرحد کلمه کارولې ده
پر ارګ انتقاد دی چې ولې یې د ډیورنډ کرښې ته د سرحد کلمه کارولې ده

د افغانستان جمهوري ریاست د یو شمېر سیاستوالو او ټولنیزو رسنیو کې له انتقادونو وروسته له پاکستان سره د"سرحدي" عملیاتو ټویټ ړنګ کړ.

ارګ د ولسمشر غني او امریکایي سناتورانو ترمنځ له ملاقات وروسته ټویټ کړی و " افغانستان له پاکستان سره په ګډو سرحدي عملیاتو موافقه کړې ده،" ارګ وايي د دغو عملیاتو وړاندیز امریکايي سناتورانو ولسمشر ته کړی دی.

خو د افغانستان د ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل او د مخکني ولسمشر ویاند ایمل فیضي او ځینو نورو په ټویټر او فیسبوک کې پر ارګ کلک انتقادونه وکړل چې ولې یې د ډیورنډ کرښې ته د "سرحد" کلمه کارولې ده.

ظاهرآ له دغو انتقادونو وروسته ارګ خپل ټویټ ړنګ کړ. ښاغلي نبیل لیکلي چې افغانستان له پاکستان سره پټه معامله کړې چې باید ولس خبر شي او ښاغلي فیضي دا یوه شرموونکی کار بللی دی.

پر ارګ انتقاد دی چې ولې یې د ډیورنډ کرښې ته یې د سرحد کلمه کارولې ده
پر ارګ انتقاد دی چې ولې یې د ډیورنډ کرښې ته یې د سرحد کلمه کارولې ده

شاوخوا دوه پېړۍ وړاندې انګریزانو د ډیورېند شاوخوا ۲۵۰۰ کیلیو مېتره کرښه وکښله، پاکستان دا کرښه له افغانستان سره سرحد ګڼي خو افغانستان یې په رسمیت نه پېژني.

خو د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب ازاد د ډیورنډ کرښې ته د "سرحد" کلمې کارول یوه تېروتنه بللې وه.

نجیب ازاد غږ
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:23 0:00

د ترهګرۍ خلاف ګډ عملیات

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا ته وویل "‪ د امریکايي سناتورانو په لاس باندې، د پاکستان د حکومت دا خبره د افغانستان حکومت ته را رسېدلې چې دوی غواړي د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې هم مهاله عملیات وکړي، د افغانستان حکومت د دې غوښتنې هرکلی کړی دی‪".

ښاغلي مینه پال د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې پیلېدونکي ګډ عملیات هم مهاله عملیات وبلل او وویل، چې د عملیاتو میکانیزم به افغان او د پاکستان د مسؤلینو ترمنځ په خبرو کې څرګند شي.

خو د ارګ اعلامیه کې ویل شوي "سناتورانو وویل، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د تروریستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی. امریکا د دغو عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابروي ".

د سه شنبې په ورځ (جولاۍ ۴) د جان مکین په مشرۍ د امریکا د سنا د مجلس یو څلور کسیزه پلاوی له پاکستان کابل ته راغلی وو او د ارګ په ماڼۍ کې یې له ولسمشر غني سره کتلي وو، دوی دا ډول له اجرائيه عبدالله عبدالله سره هم خبرې کړې وې.

د جان مکین په مشرۍ دغه پلاوی تېره ورځ خبریالانو ته وویل چې پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان کې عملیات کړي، یو څه پرمختګ یې کړی دی.

دغو سناتورانو وویل چې له پاکستان یې د حقاني شبکې په وړاندې په مبارزه کې امریکا د پاکستان مرستې ته اړتیا لري. سناتور جان مکین دا هم وویل چې پاکستان ته یې ویلي، چې د حقاني شبکې پټنځایونه پدغه هیواد کې د منلو ندي.

XS
SM
MD
LG