د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت وايي، بغلان کې یې د طالبانو له زندانه ۶۲ بندیان ازاد کړي


د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان
د طالبانو له زندانه ازاد شوي بندیان

د افغانستان دفاع وزارت په بغلان ولایت کې د طالبانو له یو بل زندان څخه هم د ۶۲ تنو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت نن چهارشنبه مۍ ۲۶ (غبرګولې پنځمه) ویلي چې دغه زندان تېره شپه د کمانډو ځانګړو ځواکونو لخوا د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ اړوند «نوروزک» کلي کې مات شوی دی.

د افغانستان دفاع وزارت د معلوماتو په اساس له یاد زندان څخه د ۳۶ پوځیانو په ګډون، ۶۲ تنه بندیان ازاد شوي دي.

امنیتي چارواکو ویلي چې دغه زندانیان د طالبانو له خوا «سخت» ځورول شوي وو.

دفاع وزارت زیاتوي چې د یادو عملیاتو پرمهال د زندان ساتونکي څلور وسله وال طالبان هم وژل شوي او په وینا یې یوه اندازه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په روانه اونۍ کې د طالبانو درېیم زندان دی چې د دفاع وزارت لخوا یې د ماتولو خبر ورکول کیږي.

دفاع وزارت په دغه اونۍ کې په هرات او بغلان ولایتونو کې د طالبانو پر زندانونو د افغان کمانډو د ځانګړو عملیاتو پرمهال د ۵۹ نورو بندیانو د ازادولو خبر ورکړی و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې هم د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړ.

XS
SM
MD
LG