د لاس رسي وړ اتصالات

دفاع وزارت: کندز کې ۲۴ کسان د طالبانو له زندان څخه وژغورل شول


د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په کندز کې د کومانډو ځواکونو په عملیاتو کې ۲۴ کسان د طالبانو له زندان څخه ژغورل شوي دي.

په شمال ختیځ زون کې د ۲۱۷ پامیر قول اردو ویاند عبدالهادي نظري د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰) په یو بیان کې ویلي چې دا عملیات تیره شپه د کندز د اقتاش ولسوالۍ په "کابلي‌قشلاق" کلي کې د طالبانو په یو زندان شوي دي.

ښاغلي نظري زیاته کړې چې د طالبانو له دغه زندان څخه په ژغورل شویو کسانو کې د ملي اردو ۱۶ سرتیري، څلو کومانډویان، دوه پولیس، یو د ملي امنیت سرتیری او یو ملکي وګړی شامل دي.

په بیان کې راغلي چې د طالبانو زندان هم په عملیاتو کې ویجاړ شوی دی.

دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان کومانډو ځواکونو په بغلان ولایت کې د طالبانو له یو زندان څخه ۴۲ تنه وژغورل.

د افغانستان د دفاع وزارت له دې وړاندې ویلي چې طالبانو اکثره بندیان سخت ربړولي او د ټولو اسلامي او بشري حقونو د اصولو په خلاف یې ورسره چلند کړی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG