د لاس رسي وړ اتصالات

افغان کمانډو هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی


دفاع وزارت وايي خوشي کسان ملکي وګړي دي
دفاع وزارت وايي خوشي کسان ملکي وګړي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په هلمند ولایت کې د طالبانو له یو زندان څخه ۱۳ زندانیان خوشي کړي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د جمعې په ورځ د «تلې پر۱۲مه» امریکا غږ ته وویل، چې دغه زندانیان تېره شپه د کمانډو ځواکونو د ځانګړ عملیاتو پرمهال د نهرسراج ولسوالۍ په «دین محمد» کلي کې د طالبانو له زندان څخه راخوشي شول.

نوموړي زیاته کړه، چې راخوشي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي، چې له څه وخت راپدېخوا طالبانو نیولي و.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې افغان ځواکونو د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د عملیاتو پرمهال لسګونه زندانیان د طالبانو له زندانونو څخه خلاص کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند روح الله احمدزي تر دې مخکې امریکا غږ ته ویلي و چې، د تېرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د طالبانو له یوولسو زیات زندانونه د افغان ځواکونو د عملیات پرمهال مات شوي او ۴۰۰ زندانیان چې ملکي او پوځي کسان پکې شامل و خوشي شوي دي.

تر دې مخکې یوناما د طالبانو په زندانونو کې له زندانیانو سره د طالبانو د بد وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه، خو طالبانو د یوناما راپور رد کړی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG