د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځواکونو په هلمند کې د طالبانو زندان مات کړی


افغان ځواکونو نن سهار څلور بجې په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او ۱۱ افغان سرتېرې يې ورڅخه ازاد کړي.

دغه د پوليسو او ملي اوردو سرتېري له تېر یوه کال راهیسې د وسله والو طالبانو په بند کې وو.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۱۷مه» اشنا راډیو ته وويل چې عملیات شوي، خو په اړه يې نور معلومات دوی ته نه دي رسېدلي.

خو د هلمند یوه لوړ پوړي امنیتي مقام د نوم نه ښودلو په شرط اشنا راډیو ته وويل چې د وسله والو پر زندان باندي عملیات د ملي امنیت خاصو قطعاتو کړي.

سرچینې زیاته کړه چې په یادو عملیاتو کې ۳ تنه د زندان ساتونکې وسله وال طالبان هم له خاصو قواوو سره په جګړه کې وژل شوي

افغان ځواکونو دغه سرتېري نن سهار څلور بجې خلاص کړي‌ دي
افغان ځواکونو دغه سرتېري نن سهار څلور بجې خلاص کړي‌ دي

سرچینې وويل:"د ملي امنیت خاصو قطعاتو د سنګین ولسوالۍ د جوشالي په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر یوه زندان چې ۱۱ تنه یرغمل شوي افغان سرتېري يې پکښې ساتل عملیات کړي او ټول يې ورڅخه روغ رمټ ژغورلي دي."

چارواکي وايي چې یاد شمېر افغان سرتېري د جګړو پر مهال وسله وال طالبانو یرغمل کړي وو.

افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

هلمند کې د طالبانو له زندان ۶۷ افغان سرتیري ازاد شوي

افغان ځانګړو ځواکونو تر دې مخکې هم په هلمند ولایت کې د طالبانو زندانونه مات کړي او ګڼ شمېر افغان سرتېري او ملکي خلک یې ورڅخه ازاد کړي دي.

د سنګین ولسوالي د هلمند په شمال کې موقعیت لري چې له تېرو درو کالو راهیسې يې سقوط کړی او د دولت وسله وال مخالفین پکښې پراخ حضور لري.

خپله وسله والو طالبانو په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG