د لاس رسي وړ اتصالات

محب: افغان سرتیري نن د جګړې، سبا به د سولې اتلان هم وي


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار وايي، افغان سرتېري چې نن د جګړې اتلان دي سبا همدارنګه د سولې اتلان هم وي.

حمدالله محب د کب نهمې د افغان سرتیري د ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې د افغان سرتېرو د قربانیو له برکته وسله وال طالبان د جګړې پر ځای سولې ته حاضر شوي دي.

ښاغلي محب ویلي: "زموږ سرتیري چې نن د جګړې اتلان دي،د سولې په ټینګښت سره به سبا د سولې اتلان هم وي."

هغه زیاته کړې چې افغان سرتیري له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړي صف کې ولاړ دي او همدارنګه ۹۴سلنه خپلواک پوځي عملیات تر سره کوي.

محب زیاتوي چې تېر میلادي کال افغان سرتیرو له وسله والو مخالفینو څخه اته ولسوالۍ ونیولې او ګڼ شمېر وسله وال افغان پوځ ته تسلیم شوي دي.

محب پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نن د کب ۹مه د افغان سرتېرو ورځ ده.

دا ورځ پر داسې مهال لمانځل کیږي چې په افغانستان کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوې هوکړې په اساس د تاوتریخوالي کمولو د اونۍ یوازې یوه ورځ پاتې ده.تېره شنبه د یوې اونۍ لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پيل شوه.

XS
SM
MD
LG