د لاس رسي وړ اتصالات

پر لښکرګاه د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې ـ چارواکي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د هلمند سیمه ییز مقامات وايي چې پر لښکرګاه ښار باندې د طالبانو د بریدونو مخه نیول شوې او په هوايي بریدونو کې ۷۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک نن دوشنبه اکتوبر۱۲(تلې۲۱) امریکاغږ اشنا ته وويل چې ځانګړو افغان ځواکونو او هوايي قواو لښکرګاه ښار ته نژدې او دغه راز په نادعلي، نهرسراج او ناوه ولسوالیو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي.

نوموړي وويل: "د ګډو افغان ځواکونو عملیات دوام لري چې هوايي قواوي او ځانګړي افغان ځواکونه پکښې خاص ماموریتونه مخ ته وړي، تر اوسه پوري لومړني معلومات دادي چي ۷۰ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د وژل شویو او ټپيانو کره شمېره به يې وروسته له رسنیو سره شریک کړو."

ځواک د افغان سرتیرو د تلفاتو په اړه وويل چې له تیري شپې راهیسې د څلورو افغان سرتیرو د وژل کیدو او دوه نورو د ټپي کیدو معلومات يې تر لاسه کړي خو زیاتوي چې د ملکي مرګ ژوبلي په اړه پلټنې رواني دي.

خو د هلمند د عامي روغتیا ریاست یوه مقام د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته وويل چې په تېره یوه اونۍ کې د هلمند له تازه نا امنیو څخه ۷۰ ټپیان چې لویه برخه يې ملکي کسان دي، روغتون ته انتقال شوي.

سرچنې وويل: "موږ ته په یوه اونۍ کې ۷۰ ټپیان را وړل شوي چې امنیتي او ملکي کسان او د امنیتي بنسټونو سرتیري پکښې شامل دي. تر ۴۵ تنو پوري يې ملکي وګړي دي، ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي، د وژل شویو ملکي کسانو ارقام موږ ته نه معلومېږي ځکه جسدونه روغتونونو ته نه را وړل کیږي."

بلي خواته عیني شاهدان او د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي چې لاهم وسله وال طالبان د لښکرګاه – کندهار پر لویه لار، د لښکرګاه په څلورمه حوزه او ځينو نورو برخو کې حضور ساتلی.

تر ټولو لویه ستونزه د لښکرګاه – کندهار د لويې لارې سقوط دی چې هیڅ ډول تګ راتګ په کې نه کیږي.

دا لار د هلمند د مرکز لښکرګاه او جنوبي ولسوالیو لپاره یوازنۍ مواصلاتي لار ده.

په ورته وخت کې د لښکرګاه له شمالي برخو او په خاص ډول د نادعلي ولسوالۍ د تریخ ناور، لوی مانده، سیداباد، باباجي او چاانجیر سیمو څخه سلګونه کورنۍ کډوال شوي او آمن سیمو ته يې ځانونه رسولي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د هلمند د جګړو په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG