د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: بامیان او نیمروز کې دوې ولسوالۍ بیرته له طالبانو ونیول شوې


د بامیان ولایت سیغان ولسوالي
د بامیان ولایت سیغان ولسوالي

د بامیان سیمه ییز چارواکي وايي افغان ځواکونو د دغه ولایت سیغان ولسوالي بیرته له طالبانو څخه نیولې ده.

د بامیان ولایت مقام ویلي چې د یادې جګړې مشري د بامیانو والي محمد طاهر زهیر کوله او تر څو ساعته نښتو وروسته یې طالبان له دغې ولسوالۍ څخه ایستلي دي.

ښاغلي زهیر په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "شاوخوا سلګونه امنيتي سرتيري او سیمه ییز پاڅونوال وو، د خدای ج په کمک مو ولسوالي ونیوله."

نوموړي زیاته کړه چې اوس مهال د بامیان ولایت د سیغان ولسوالۍ ټولې برخې د افغان ځواکونو او سیمه ییزو پاڅونوالو په کنټرول کې دي، دغه ولسوالي درې ورځې مخکې د طالبانو لاسته لوېدلې وه.

د بامیانو والي همدارنګه وویل چې د دغه ولایت له کهمرد ولسوالۍ او «دو آب میخ زرین» ساحو څخه هم د طالبانو د ایستلو عملیات پيل شوي دي.

د یو خبر له مخې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې افغان ځواکونو د نیمروز ولایت د چخانسور ولسوالۍ هم تیره شپه له طالبانو څخه پاکه کړې ده.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان خبریالانو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي چې اوس مهال افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په دغې ولسوالۍ کې حضور لري.

امان ویلي چې په یادو عملیاتو کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG