د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې نښتې؛ چارواکي وايي پنځه پولیس وژل شوي


ارشیف
ارشیف

د بامیان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې طالبانو له تېرې شپې راهیسې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالۍ د اشپشتې په پوستو باندې بریدونه کړي دي.

د بامیان والي سیدانور رحمتي وايي چې په دغو بریدونو کې پنځه پولیس وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د ښاغلي رحمتي په وینا طالبانو ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې او یو قوماندان یې ټپي شوی دی.

خو طالبان وايي چې د بامیان د کهمرد ولسوالۍ د اشپشتې پر پوستو بریدونو کې د افغان ځواکونو ۹ منسوبین وژل شوي، پنځه ټپیان دي او طالب جنګیالیو دوه پوستې نیولي دي.

په عین حال کې طالبانو له څو ورځو راهیسې د دایکندي د پاتو ولسوالۍ په یو شمېر پوستو باندې هم بریدونه پیل کړي دي.

د دایکندي د پولیسو د امنیت امر نقیب‌الله مالستاني امریکا غږ ته وویل: "همدا اوس د دایکندي د پاتو ولسوالۍ د سر تګاب په سیمو کې سخته جګړه روانه ده، خو د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي رسېدلي".

د دایکندي د پاتو ولسوالۍ د دغه ولایت د مرکز نیلي په ۱۵ کیلومترۍ کې پرته ده. د دایکندي یو شمېر اوسېدونکي اندېښنه لري چې که پاتو ته مرستندویه ځواکونه ونه رسېږي نو د جګړې لمن به د نیلي ښار ته وغځېږي.

XS
SM
MD
LG