د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي مقامات: د پروان شینوارو ولسوالي بیرته له طالبانو ونیول شوه


د پروان ولایت شینوارو ولسوالي
د پروان ولایت شینوارو ولسوالي

د پروان امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو نن چهارشنبه سهار جون ۳۰ (چنګاښ نهمه) د دغه ولایت د شینوارو ولسوالي بیرته له طالبانو څخه ونیوله.

د دغه ولایت امنیه قوماندان عبدالروف ارزګاني امریکا غږ ته وویل چې په پروان کې مېشتو افغان ځواکونو له تیرې ورځې د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالیو د بیرته نیولو عملیات پيل کړي وو.

نوموړي زیاته کړه: "نن سهار څلور بجې زموږ سرتیري وتوانېدل چې شینوارو ولسوالي بیرته ونیسي، موږ فعلاً په ولسوالیو کې یو، وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده."

د پروان امنیه قوماندان وویل چې د دغه ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د بیرته نیولو عملیات هم روان دي او په وینا یې په دغه عملیاتو کې ۶۸ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه تنه نور ټپيان شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت هم له طالبانو څخه د شینوارو ولسوالۍ بیرته نیول کېدل تائید کړي.

وسله والو طالبانو پنځه ورځې مخکې د پروان ولایت د شینوارو او سیاه ګرد ولسوالۍ ونیولې.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG