د لاس رسي وړ اتصالات

ملي امنیت: هغه شبکه مو نیولې چې د برېښنا پايي یې الوځولې


ملي امنیت د دغو کسانو تصویرونه خپاره کړي
ملي امنیت د دغو کسانو تصویرونه خپاره کړي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن دوشنبه جولاۍ پنځمه (چنګاښ ۱۴) وویل چې د پروان په ولایت کې یې د داعش او حقاني ډلې یوه مشترکه شبکه نیولې چې د برېښنا د ۳۶ پایو په الوځولو کې یې «مستقیم رول» درلوده.

د ملي امنیت ریاست وايي دغې ډلې په کابل کې د تیلو د ټانکرونو په الوځولو، د مسافرو، د ایمرجنسي روغتون د ډاکټرانو او په کاپیسا کې د «البیروني پوهنتون» د استادانو او محصلانو په موټرونو باندې په چاودنو او نورو ترهګریزو پېښو کې لاس درلوده.

اعلامیه وايي چې دغې ډلې د داعش د «خراسان» د څانګې د مشر ثناءالله چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی د لارښوونو په اساس فعالیتونه کول او هدف یې دا و چې د برېښنا د پایو په الوځولو سره د عامه خدمتونو بهیر ټکنی کړي.

په کابل کې د مسافرو په موټرو چاودنې کې اته تنه وژل شوي وو او ۱۲ نور زخمیان وو.

همدغه راز د «البیروني پوهنتون» د استادانو او محصلینو په موټر باندې چاودنې کې څلور تنه ووژل شول او ۱۱ نور ژوبل شوي وو.

د افغانستان د برېښنا ریاست وايي چې د برېښنا د هرې ویجاړې شوې پايي بیا رغول شاوخوا ۱۰۰زره ډالر غواړي.

د ملي امنیت ریاست له خلکو غوښتي دي چې « له خپلو امنیتي ځواکونو سره د هغو ترهګرو ډلو او افرادو په پېژندلو او موندلو کې، چې د هېواد د اقتصادي څرخ د درولو هلې ځلې کوي،» مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG