د لاس رسي وړ اتصالات

د کارابین کرکټ لیګ ته څه باندې ۳۰ افغان لوبغاړي معرفي شوي


سي پي ال ته شاوخوا ۳۲ افغان لوبغاړي معرفي شوي
سي پي ال ته شاوخوا ۳۲ افغان لوبغاړي معرفي شوي

د افغانستان کرکټ بورډ د ویسټ انډیز تجارتي سیالیو (د کارابین کرکټ لیګ) بولي ته شاوخوا ۳۲ افغان لوبغاړي معرفي کړي دي.

په دغه لست کې پر راشد خان، محمد نبي او قیس احمد سربېره، چې په دغو سیالیو کې لوبېدلي دي، د ملي لوبډلې، ۱۹ کلنو لوبډلې او د کورني کرکټ ځوان لوبغاړي هم شامل دي.

دا ښايي اول ځل وي چې افغانستان کوم بهرني لویو تجارتي سیالیو ته په دومره زیات شمېر کې لوبغاړي معرفي کوي.

سي پي ال ته معرفي شوي افغان لوبغاړي:

راشد خان، محمد نبي، مجیب الرحمن، ګلبدین نایب، محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، دولت ځدراڼ، افتاب علم، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، عثمان غني، امیرحمزه، جنت کرم، ظاهرخان، اکرام علي خیل، فضل حق، فطرت الله خاورې، مسعود نجات، عظمت الله عمرزی، دروېش رسولي، فرمان الله ساپی، وقار سلام خیل، شفیق الله شفق، نور علي ځدراڼ، شرف الدین اشرف، سید شیرزاد، عبدالوسع او غمی ځدراڼ.

د کارابین کرکټ لیګ د لوبغاړ د پېرلو رسمي غونډه (بولي) را روانه چهارشنبه د مۍ په (۲۲) کیږي. د سي پي ال رسمي ویسایټ لیکلي دي چې دغې بولۍ ته د ۲۰ هېوادونو ۵۳۶ لوبغاړي معرفي شوي دي.

دا لوبې د ۲۰۱۹م د سپتمبر په میاشت کې پیلیږي چې ځينې لوبې يې په امریکا کې هم کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG