د لاس رسي وړ اتصالات

حمید حسن په ټول قوت نړیوالو سیالیو ته ستون شوی


تیز بالر حمید حسن تقریبآ څلورکاله وروسته نړیواله سیالي وکړه.
تیز بالر حمید حسن تقریبآ څلورکاله وروسته نړیواله سیالي وکړه.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې تیز توپ اچوونکی حمید حسن وايي د پخوا په څیر تیز توب اچوي.

د سکاټلنډ سره د دوه سیالیو په یوه ورځنۍ لوبه کې د حمید حسن لوبه کول د هغه مینه والو ته لوی خبر و.

حمید حسن، چې د کریکټ په جهان کې نن سبا په "رامبو" هم شهرت لري، د افغانستان د کریکټ د ملي ټیم هغه تیز بالر د چې په ۲۰۱۲ کال کې په دوبۍ کې د انګلنډ د ټیم په وړاندې په فیلډینګ وخت کې يي زنګون سخت ټپي شو.

حمید حسن د انګلنډ سره په سیالۍ کې - ۲۰۱۵ کال.
حمید حسن د انګلنډ سره په سیالۍ کې - ۲۰۱۵ کال.

حمید حسن د یکشنبې په ورځ (می۱۲) د اشناتلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د خدای په رحم او په خپلې ټینګې ارادې بیرته روغ رمټ لوبو ته ستون شوی او هیله مند دی چې په هرې سیالۍ کې به ښه لوبه وکړي.

حمید حسن وایي د سکاټلنډ سره په وروستۍ سیالۍ کې د خپلو لسو اورونو په پوره کولو ډير خوشحاله شوی چې هیڅ تکلیف يي پکې نه درلود.

د حمید حسن تازه مرکه دلته لیدلی شئ:

حمید حسن
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:06:12 0:00

XS
SM
MD
LG